مهم خبرونه په متن او انځور کي
مهم خبرونه په متن او انځور کي
له حلب څخه د ياغيانو انتقال ادامه لري
د ملګرو ملتونو او د سره صليب سازمانونو ويلي دي چي د سوريې د حلب ښار څخه په څو ساعتونو کي تر ۴۰۰۰ زيات ياغيان وتلي دي. په سوريه کي د سره صليب د کمېټې وياندي وويل چي د چهارشنبې په ماخستن تر ۴۰۰۰ څخه زيات جنګيالي په شخصي موټرونو کي د حلب ښار له ختيځي برخي څخه نورو ځايونو ته انتقال کړل سول.
د آلمان د دفاع وزيره فون دېر لاين افغانستان ته سفر وکړ
د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فون دېر لاين په افغانستان کي د آلماني عسکرو سره د ليدنې له پاره افغانستان ته ورسېده. فون دېر لاين په مزار شريف کي د آلماني پوځ مقر ته ورغله. دا په داسي حال کي چي د آلمان پارلمان بُنډسټاګ يوه اونۍ تر مخه په افغانستان کي د خپلو عسکرو ماموريت د ۲۰۱۷ کال تر پای پوري تمديد کړ.
آلمان ـ د ګواښونکو سره پر چلن بحثونه کيږي
د آلمان په برلين کي ښار کي د دوشنبې په ورځ د بريد وروسته اوس په دغه هيواد کي د ګواښونکو سره پر چلن بحثونه تاوده سوي دي. ګواښونکي په آلمان کي هغو کسانو ته ويل کيږي چي د آلمان امنيتي ادارې يې په هکله فکر کوي چي ښايي د دې وروسته کوم بريد تر سره کړي. دغه ډول کسان په عمومي توګه د امنيتي ادارو له خوا څارل کيږي.
په کابل کي د ولسي جرګې د استازي پر کور يرغل
په کابل کي د افغانستان د ولسي جرګې د يو استازي پر کور د وسله وال بريد په نتيجه کي ۷ کسان وژل سوي دي. د جرمني د خبري آژانس د خبر له مخي په ولسي جرګه کي د هلمند د استازي مير ولي پر کور په دغه بريد کي د نوموړي وکيل دوه لمسيان، د روزګان ولايت د يو استازي زوی او د هغه دوه ساتونکي وژل سوي دي.
د برلين د بريد د عامل د ګوتو نخښي موندل سوي
په برلين کي د لارۍ موټر په مرسته د بريد تر سره کوونکي کس د ګوتو نخښي پر کارول سوي لارۍ موندل سوي دي. د رسنيو د خبرونو له مخي داسي نخښي نښانې زياتي سوي دي چي په دغه بريد کي به تونسي ځوان انيس امري رول درلودلی وي. د آلمان د NDR، WDR او زيود دويچه څايټُنګ رسنيو په مشترک راپور کي ويل سوي چي د ياد عرب ځوان د ګوتو نخښي پر لارۍ موندل سوي دي.