مهم خبرونه په متن او انځور کي
د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي دلته کتلای سئ.
«طالبان له ۱۸ مياشتو راهيسي له بې پلوټه الوتکو کار اخلي»
د افغانستان د وسله والو طالبانو وياند د شنبې په ورځ ويلي چي ډله يې له ۱۸ مياشتو راهيسي له بې پلوټه الوتکو څخه د بريدونو د پلانولو له پاره کار اخلي. دا د هغه څخه يوه ورځ وروسته چي وسله والو طالبانو له بې پلوټه الوتکي څخه اخيستل سوې يوه داسي ويډيو خپره کړه چي په هلمند ولايت کي د پوليسو پر مقر د وژونکي بريد پر وخت جوړه سوې وه.
د وينيزويلا حزب اختلاف د لويو احتجاجونو له پاره بلنه کړې ده
د وينيزويلا هیواد حزب اختلاف د راتلونکې اونۍ له پاره په ټول هيواد کي د لويو احتجاجونو له پاره بلنه کړې ده. دا د هغه وروسته چي د ولسمشر نيکولاس مادورو پر ضد د دندې څخه د ليري کولو د پروسې مخه وتړل سوه. د حزب اختلاف مشر سياستوال هېنريکې کاپريليس د يوې «کودتا» څخه خبره کړې وه، کله چي د ټاکنو ادارې د حزب اختلاف له خوا د پلان سوي ولسپوښتنې مخه ونيوله.
CNN: داعش تقريبا ۳۰۰ ملکيان به موصل کي وژلي دي
امريکايي خبري تلويزيون CNN راپور ورکړی چي داعش په موصل کي ۲۸۴ نارينه او هلکان په ډليزه توګه وژلي دي. دغه تلويزيون د خپل راپور او خبر منبع د عراقي استخباراتو يوه داسي منبع ښودلې ده چي د ياد تلويزيون په وينا نه غواړي چي نوم يې بربنډ سي. دغه تلويزيون ويلي دي چي پخپله داسي کوم امکان نه لري چي ياد معلومات وارزوي. دا په داسي حال کي ده چي پر موصل د عراقي امنيتي قواوو تعرض ادامه لري.
په لسهاؤ زرو تايلنډيانو خپل مړ سوی پاچا وستايه
په لسهاؤ زرو انسانانو د تايلنډ هيواد په پلازمېنه بنګکاک کي د دغه هيواد د مړه سوي باچا بهوميبول په وير کي شاهي ترانه زمزمه کړه. دغه کسان چي د وير توري جامې يې په تن وې و شاهي ماڼۍ ته نژدې په سنم لوانګ ډګر او شاوخوا کوڅو کي راټول سوي ول. دا په داسي حال کي چي سخته ګرمي وه. د تايلنډ دغه مړه سوي پاچا پر دغه هيواد ۷۰ کاله پاچهي وکړه او زښت زيات محبوب ؤ.
د شکمن ترهګر کورنۍ د آلماني چارواکو د محاکمې غوښتنه کوي
ه آلمان کي د نيول سوي شکمن ترهګر جابر البکر کورنۍ غواړي چي د آلمان د زاکسن ايالت پر هغو چارواکو حقوقي دعوی وکړي چي په توقيف کي د البکر مسؤل ول. البکر هغه سوريايي مهاجر دی چي آلماني امنيتي چارواکو يې په کور کي په لوړه اندازه چاودېدونکي توکي موندلي ول او هغه تښتېدلی ؤ. وروسته البکر د نورو سوريايانو له خوا و پوليسو ته وسپارل سو. البکر په توقيف کي ځانوژنه وکړه.