مهم خبرونه په متن او انځور کي
د بروکسل تروريستي شبکې غوښتل چې په پاريس کې بيا بريد وکړي
د بروکسل د ترهګرو شبکې د بلجيمي پلټونکو د څرګندونو له مخې اصلا غوښتل چې د بروکسل پر ځای يو ځل بيا په پاريس کې بريد تر سره کړي. دغه خبره د بروکسل څارنوالۍ اعلان کړې ده. خو د دې له پاره هغوی ته کافي وخت ورنه کړل شو. د بروکسل د جنجالي ناحيې مولن بېک څخه تندلارو په پاريس کې بريدونه تر سره کړي ول چې ۱۳۰ انسانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د هند په يوه معبد کې اورلګېدنې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده
د هند په جنوب لويديځ کې په يوه معبد کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۰۰ انسانان وژل شوي دي. لکه څنګه چې پوليسو ويلي دي تقريبا ۲۰۰ انسانان ژوبل شوي هم دي. اور د سهار له خوا په کېرالا آيالات کې د پوتينګال په نوم په معبد کې وروسته له دې ولګېد، چې د مراسمو په ترڅ کې اورلوبې تر سره شوې وې.
د استانبول په چاودنه کې درې انسانان ټپيان شول
د ترکيې په لوی ښار استانبول کې درې انسانان سرسري ټپيان شوي دي. د ترکي رسنيو په حواله د دغه ښار په اروپايي برخه کې د بس په يوه تمځای کې لاسي بم چاودلی دی. په تېرو څو مياشتو کې په انقره او استانبول کې د بريدونو په ترڅ کې ګڼ شمېر انسانان وژل شوي ول. د دغو بريدونو پړه پر «اسلامي دولت» نومې ترهګرې ډلې او د کردانو د منع شوي کارګر ګوند پي کی کی په يوې اړوندې ډلې واچول شوه.
سېنډرز په وايومينګ کې د دموکراتانو خپل ګوندي ټاکنې وګټلې
امريکايي سناتور بېرني سېنډرز په وايومينګ آيالت کې د دموکراتانو خپل ګوندي مقدماتي انتخابات د خپلې سيالې هيلري کلينټن څخه په څرګند ډول ګټلي دي. د سي ان ان خبري شبکې په حواله سېنډرز ۵۶ سلنه رايې وړې دي. سره له دې هم کلينټن ټول ټال د جولای مياشتې د نوماندۍ د کانګرې له پاره د سېنډرز په پرتله زياتې رايې خپلې کړې دي.
جي اووه هېوادونه د نړيوالو کړکېچونو په اړه سلا مشورې کوي
د جاپان په هيروشيما ښار کې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو يا جي اووه ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د نړيوالو کړکېچونو په هکله خبرې اترې پيل کړې دي. اصلي موضوعګانې د اسلامپالې ترهګرۍ په وړاندې مبارزه، د سوريې او اوکراين روانې شخړې او د اتومي بې وسلې کونې په اړه خبرې اترې ټاکل شوې دي.