مهم خبرونه په متن او انځور کي
د متحده ايالاتو په کنساس کي ۴ انسانان په ډزو ووژل سول
د متحده ايالاتو په کنساس ايالت کي يو وسله وال کی لږ تر لږه ۴ انسانان په ډزو ووژل. د ياد ايالت د کوچني ښار هېسټن پوليسو ويلي چي ډزي په يوه فابريکه د يو کارګر له خوا سوي چي پکښي ۳۰ انسانان ژوبل سوي هم دي. ډزي کوونکی کس وروسته د پوليسو له خوا په ډزو وژل سوی دی. په امريکا کي د وسلو د نرمو قوانينو له کبله وسله تر لاسه کول آسانه دي.
په آلمان کي ثبت سوی تقريبا هر اتم مهاجر لادرکه سوی دی
د آلمانۍ ورځپاڼي «زيود دويچه څايتونګ» د راپور له مخي په آلمان کي تېر کال هر ثبت سوی اتم پناه غوښتونکی له لادرکه سوی دی. د راپور منبع د آلمان د کورنيو چارو د وزارت هغه جواب بللی سوی چي د کيڼ ګوند د پارلماني ډلي يو سوال ته يې ورکړی دی. زياته سوې په ۲۰۱۵ کال د ثبت سوو مهاجرو څخه ۱۳ سلنه ټاکل سوو مراکزو ته نه دي رسېدلي. ياد وزارت ويلي چي اټکل کوي چي دغه پناه غوښتونکي به نورو هيوادونو ته تللي وي.
ناټو وايي چي په وردګ ولايت کي يې پر کلينک د پيښي پلټنې پېل کړي دي
ناټو د پنجشنبې په ورځ وويل چي د افغانستان په وردګ ولايت کي يې د سوېډني خيريه کلينيک د پيښي پلټنې پېل کړي دي. په دغه پيښه کي پر بهرنيو او افغان ځواکونو تورونه لګول سوي ول. د فرورې د ۱۸مي د دغې پېښې په ترڅ کي د ملګرو ملتونو د يوناما مؤسسې پر افغان قواو ګوتنيونه کړې وه چي د دغه کلينيک دوه مريضان او يو ۱۵ کلن هلک د اعدام په څېر وژل سوي ول، بېله دې چي توضيحات ورکول سي.
د سوريې په تړاو خبري اتري ښايي د مارچ په ۷ ادامه پيدا کړي
د سوريې د لانجې د حل له پاره د خبرو اترو لړۍ ښايي د مارچ په ۷ مه نېټه بيا پېل سي. د رايټرز خبري آژانس په دې تړاو د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت په حواله خبر ورکړی دی. د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شتيفان دې مستورا غواړي چي نن د جمعې په ورځ په دې تړاو حتمي نېټه اعلان کړي. نوموړي د فرورۍ په پېل کي يادي خبري اتري ځنډولي وې.
په ايران کي پارلماني ټاکنې تر سره کيږي
په ايران کي پارلماني او د خبرګان د شورا ټاکني پېل سوې. په دې ترڅ کي به د پارلمان د ۲۹۰ چوکيو او د خبرګان شورا د ۸۸ چوکيو له پاره رايي واچول سي. دغه ټاکني په ايران کي د راتلونکي سياسي لور د تعین له پاره مهمي بلل کيږي. د دغو ټاکنو پايلي به وښيي چي ايا د ولسمشر حسن روحاني د اصلاحاتو سياست په ولس کي د هغه د ملاتړ د زياتېدو لامل سوي دي که څنګه.
ترکيې پسله درو مياشتو بند څخه دوه ژورنالستان خوشي کړل
ترکيې هغه درې مشهوره ژورنالستان خوشي کړي دي، چي درې مياشتي تر مخه يې نيولي ول. دا د هغه وروسته چي د ترکيې د اساسي قانون محکمې د «جمهوريت» په نوم پر حکومت تنقيد کوونکي ورځپاڼي د مسؤل مدير او د هغه د دفتر د رئيس پر ضد د څارنوالۍ تورونه ناسم وبلل. د ژورنالستانو دغه نيونه د دې سبب سوې وه چي د ولسمشر رجب طيپ اردوغان پر ضد نړيوال غبرګونونه او نيوکي راوپاروي.