مهم خبرونه په متن او انځور کي
د نوي کال په شپه د کولون تر پيښو وروسته پولیس تر فشار لاندي دي
د نوي کال په شپه په کولون کي پر ښځو باندي د یوې الکهولي ډلي تر حملې یوه اوونی وروسته هم دا معلومه نده ، چي په هغه شپه دقیق څه پيښ سوي دي. د عیني کسانو تر نووشاهدیو وروسته د کولون پوليس په مخ پر ډیریدونکي ډول تر فشار لاندي دي ،ان له خپل منځ څخه هم. د کولون د ښاري ورځپاڼي په حواله مسؤلو پوليسو د شکمنو مجرمینو هوویت قصدأ پټ ساتلی ؤ.
د خارجي مجرمینو د ژرترژره اخراجولو غوښتني
د نوي کال په شپه په کولون کي پر ښځو باندي ترحملو او جنسي اذار وروسته د اتحادي گوندونو، مسيحي دموکراټانو، سوسیال مسیحانو او سوسيال ډيموکراټانو سیاستوالوو د خارجي مجرمینو په وړاندي د سخت چلن غوښتنه وکړه. د سوسيال ډيموکراټانوگوند مشر او اقتصادوزیر زیگمار گابریل د «بیلډ» المانی ورځپاڼي ته ویلي دي ، چي دولت باید قوی او په عمل کولو باندي قادر وي.
سلواکیه نور نه غواړي مسلمان مهاجر قبول کړي
سلواکیه غواړي نور هیڅ مسلمان مهاجر قبول نه کړي. دا خبره د سلواکیې صدراعظم روبر فیکو د نوي کال په شپه په کولون او هامبورگ کي د حملو په عکس العمل کي وکړه. د هغه په خبره دده حکومت به نه یوازي بیا هم د اروپايي ټولني د مهاجرينو د فیصدۍ د نه قبلولو له پاره مبارزه وکړي ، بلکه ددې مخنیوی به هم وکړي چي په سلواکیا کي یوه اسلامي ټولنه جوړه سي.
ترکيه د ټولو سوریایانو له پاره د ویزې مکلفیت رامنځته کوي
ترکيه د نن ورځي څخه د ټولو سوریایانو له پاره د ویزې مکلفیت رامنځته کوي. په دې ډول به لکه څرنگه چي بهرنیو چارو وزارت په انقره کي ویلي دي ، ددریمو هیوادونو لکه لبنان او یا مصر څخه د راتلونکو مهاجرومخنیوی وسي. ډیری سوریایان ددغو هیوادونو له لاري ترکيې ته ځي ، تر څو بیا اروپايي ټولني ته ورداخل سي.
سوريې د مضایامحاصره سوي ښار ته دکومکي موادو ورلیږلو ته اجازه ورکړې ده
د سوريې حکومت تر درو میاشتو وروسته د مضایامحاصره سوي ښار ته د کومکي موادو ورلیږلو ته اجازه ورکړې ده. دغه ښار ددمشق سره نژدې پروت دی اود حکومتي عسکرو او هغوی د متحدینو حزب الله لخوا محاصره دی. مضایاچي د یاغي ډلي ،ازاد سوريايي پوځ – FSA له خوا کنټرولیږي ، پکښي تقریبأ ۴۰۰۰۰ انسانان بند پاته دي. د ملگرو ملتونو په حواله ددغه ښار خلگ د سختي لوږي او مرگ له خطر سره مخامخ دي.