مهم خبرونه په متن او انځور کي
پاپ فرانسسکوس: رحم بايد په زړونو کي د بې تفاوتۍ ځای ونيسي
د کاتوليکي کلېسا روحاني مشر پاپ فرانسسکوس په ټولنه کي د اصراف پر اصل نيوکه وکړه. نوموړي د واټيکان د پېتر په کليسا کي د مسيحي اختر کرسمس د وينا پر وخت دغه څرګندونې وکړې. دغه روحاني مشر پر مسيحيانو ږغ وکړ چي د بې تفاوتۍ پر ځای و زړسوي او رحم ته په زړونو کي ځای ورکړي. د واټيکان تر څنګ د نړۍ په زياتو هغو هيوادونو کي چيري چي مسيحيان اوسيږي، د کرسمس د اختر شپه ولمانځل سوه.
شټاين ماير د داعش پر ضد جګړه کي سعودي مهم بولي
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د داعش پر ضد په مبارزه کي د سعودي عربستان رول ډېر مهم بولي. نوموړي د فُنکه په نوم د رسنيو د ډلې و آنلاين څانګي ته ويلي دي چي سعودي عربستان د مسلمانانو له پاره د مشرتابه د رول له کبله ډېر مهم هيواد دی. د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه سياستوال وويل چي د داعش د ايډيولوژۍ پر ضد د اسلامي نړۍ ونډه ډېره مهمه ده.
آلماني سمندري عسکرو له مديترانې څخه پناه غوښتونکي ژغورلي
د آلمان د سمندري ځواک عسکرو يو ځل بيا په مديترانه کي له خرابي کښتۍ څخه ګڼ شمېر پناه غوښتونکي ژغورلي دي. د آلمان پوځ ويلي دي چي د ليبيا و ساحل ته په ۵۰ کلومترۍ کي د آلماني پوځ «برلين» نومي بېړۍ ۱۲۱ انسانان له داسي کښتۍ څخه وژغورل چي د سمندر د سفر قابله نه وه. په دغو پناه غوښتونکو کي ۱۱۵ نارينه، درې مېرمني او درې ماشومان شامله ده.
روسيې او هند پر لا نژدې همکارۍ توافق وکړ
هند او روسيې د انرژي او وسلو په ډګر کي پر لا زياتي همکارۍ توافق کړی دی. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ماسکو کي د هندي لومړي وزير ناريندرا مودي سره په ګډه خبري کانفرانس ته وويل چي روسيه به په راتلونکو ۲۰ کالو کي په هند کي ۶ برېښنا توليد کوونکي اټومي بټۍ جوړ کړي. مودي وويل چي کېدای سي د دغو بټيو شمېر حتی ۱۲ ته جګ کړل سي.
په ايران کي امريکايي يرغمل کسانو ته ۳۶ کاله وروسته تاوان ورکول کيږي
په ايران کي ۳۶ کاله تر مخه د يرغمل نيول سوو ۵۳ امريکايي اتباعو او د هغوی خپلوانو ته د خپل دولت له خوا تاوان ورکول کيږي. يرغمل نيول سوي او يا د هغوی کورنيو ته د يرغمل نيوني د هري ورځي پر سر ۱۰ زره امريکايي ډالره ورکول کيږي. دغه کسان په ۱۹۷۹ کال په تهران کي د امريکايي سفارت د نيول کېدو وروسته ۴۴۴ ورځي يرغمل نيول سوي ول. هغوی ته به په مجموعي توګه ۴،۴ مليونه ډالره تاوان ورکول سي.