مهم خبرونه په متن او انځور کي
په قاهره کي د بوتلي بم بريد ۱۲ انسانان ووژل
د مصر په پلازمېنه قاهره کي پر یو ريستورانت په بوتلي بم بريد کي لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژل سوي دي. د مصري رسنیو په وينا بريد کوونکو کسانو خپلي څهرې پټي کړي وې او دغه ريستوران ته يې د مولوتوف بوتلي بمونه وغورځول او هلته اور بل سو. په دغه بريد کي ۵ کسان ژوبل سوي هم دي.
ارزولا فون ډېر لاين په چټک سفر انقرې ته ورسېده
د آلمان د دفاعي چارو وزيره اورزولا فون ډېر لاين د پنجشنې په ورځ د ترکيې انقرې ته ورسېده. نوموړي د ترکيې د دفاعي چارو د وزير عصمت ييلماز سره ملاقات وکړ. د آلمان د اړونده وزارت په وينا د فون ډېر لاين د سفر مقصد د «داعش ضد مبارزې» په تړاو سلا مشورې کول ؤ. آلمان ښايي خپلي تورنادو الوتکي او تر ۵۵۰ پوري آلماني عسکر د ناټو په ترکي مقر اينجيرليک کي کي مستقر کړي.
بان کي مون په سوريه کي د ډزبندۍ هيله لري
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هيله څرګنده کړې ده چي په سوريه کي ښايي د جنورۍ په مياشت کي لا په ټول هيواد کي ډزبندي رامنځ ته سي. نوموړي ويلي چي په تيرو وختونو کي د سولي خبرو اترو زيات پرمختګ کړی دی. د هغه په وينا په دسامبر کي به ښايي په نيويارک کي د سوريې يو بل نړۍ وال کانفرانس داير کړل سي. د سرمنشي په وينا په دې تړاو خبري اتري لا دوام لري.
بروکسل: د اروپايي ټولني د داخله وزيرانو غونډه جوړيږي
د جمعې په ورځ په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيران غونډه لري. د دغه غونډي مرکزي موضوع به د پناه غوښتونکو بحران وي. په زياته بیا د پناه غوښتونکو د وېش د سهميو په تړاو زیات اختلافات پر ځای پاته دي. يو شمېر ختيځ اروپايي هيوادونه د دا دول سهميو پر ضد دي. سلواکيې او هنګري تر مخه د دغو فيصله سوو سهميو پر ضد په اروپايي محکمه کي عريضه کړې ده.
د سان بېرناردينو بريدګر د شکمن ترهګر سره تماس درلود
د امريکا د متحده ايالاتو د کاليفورنيا په سان بېرناردينيو کي وسله بريد کوونکي شخص ښايي د شکمن ترهګر سره تماس درلود. د امريکايي تلويزيونونو CNN او CBS د راپور پر اساس ۲۸ کلن سيد فاروق نومي شکمن بريدګر د ټولنيزو رسنيو له لاري د شکمن ترهګرو سره تماس درلود. د دغه وسله وال بريد چي پکښي ۱۴ انسانان ووژل سول، لامل يې د کار پر ځای جنجال اټکل کيږي.
آسټراليا له ترهګرو څخه خپل طابعت بېرته اخلي
د آسټراليا هيواد غواړي چي د ترهګرو څخه له دې وروسته خپل آسټراليايي طابعت بېرته واخلي. دا هغه وخت که دغه کسان د یوې محکمې له خوا په ترهګرۍ مجرم وبلل سي. د دغه هيواد پارلمان د پنجشنبې په ورځ د طابعت لغوه کونې دغه قانون منظور کړ.