مهم خبرونه په متن او انځور کي
فون ډېر لاين: په داعش ضد مبارزه کي ګډون اړين دی
د آلمان د دفاعي چارو وزيري اورزولا فون ډېر لاين د دې دفاع کړې ده چي آلمان په داعش ضد جګړه کي اکتشافي الوتکي په کار اچول غواړي. د هغې په وينا د «اسلامي دولت» په نوم د دغې ډلې اعمال پخپله د هغوی پر ضد د عملياتو توجيه کوي. د هغې په وينا په اړونده سيمه کي د دغي ډلې له قتل و قتال او ظلمونو څخه د انسانانو د خلاصولو له پاره نظامي اقدامات اړين دي.
اولاند د داعش ضد ائتلاف کي د روسيې ملاتړ هم ترلاسه کړ
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د «اسلامي دولت» پر ضد په پوځي ائتلاف جوړولو کي يو بل پرمختګ ترلاسه کړ. آلمان په داعش ضد جګړه کي د تورنادو ډوله اکتشافي الوتکو په کار اچولو راضي سوی او روسيې هم د خپل ملاتړ ژمنه کړې ده. په عيني حال کي په پاريس کي د دغه ښار د ترهګرۍ د قربانيانو ياد لمانځل کيږي.
د ترهګرۍ په شک په برلين کي توندلاري ونيول سول
په برلين کي د ترهګرۍ ضد عملياتو په ترڅ کي پوليسو دوه شکمن افراطيان نيولي دي. د پوليسو په وينا پر دغو دوو کسانو شک دی چي يو ترهګر بريد يې پلان کړی ؤ. د برلين د پوليسو په وينا په لومړي سر کي د مسلمانانو يو کلتوري مرکز تلاښي کړل سو او تر هغه وروسته يو ۲۸ کلن او يو ۴۶ کلن کسان ونيول سول. ويل سوي چي په تلاښيو کي نه وسلې او نه هم چاودېدونکي توکي موندل سوي.
روسيه غواړي د سوريې په منځلارو مخاليفينو غرض ونه لري
فرانسه او روسيه د «اسلامي دولت» ضد مبارزې په ترڅ کي پر همکارۍ سره سلا سوي دي. دا تفاهم و مسکو ته د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند د سفر په ترڅ کي د ولسمشر ولاديمير پوتين سره رامنځ ته سو. په دې ترڅ کي به دواړه هيوادونه په داعش ضد بمباريو کي همږغي پيدا کوي او خپل تر منځ به معلومات هم سره شريکوي. روسيه غواړي چي د هغو وسله والو ډلو پر ضد بمبارۍ ونه کړي چي د داعش پر ضد جنګيږي.
د مالي د بريدونو دوه تورن کسان ونيول سول
د مالي هيواد په پلازمېنه بوماکو کي پر لُکس هوټل د بريدونو په تور دوه کسان نيول سوي دي. د مالي د اطلاعاتو د وزارت وياند ويلي دي چي پر دغو کسانو په راديسو بلو هوټل کي په يرغمل نيونه کي د لاس لرلو شک کيږي. په عيني حال کي د دغو بريدونو د قربانيانو شمېر د ۱۹ څخه و ۲۰ ته جګ سوی ولي چي يو ژوبل کس ساه ورکړې ده. د مالي هيواد پر ځينو برخو د توندلارو اسلامپالو کنټرول دی.
ترکيه: پر حکومت تنقيد کوونکي ژورنالستان په جاسوسۍ تورن سول
په ترکيه کي پر حکومت تنقيد کوونکي دوه ژورنالستان نيول سوي او ورباندي په رسمي توګه د جاسوسۍ تورونه لګول سوي دي. پر هغوی د دولتي محرمو معلوماتو د افشا کولو او د جاسوسۍ تورونه لګول سوي دي. دغې ورځپاڼي د ادعا سوو وسلو د لېږد د قطار داسي انځورونه خپاره کړي ول چي د ورځپاڼي په وينا د ترکي استخباراتو له خوا و داعش ته لېږدول کېدل. ولسمشر اردوغان دغه تورونه په سخته رد کړي ول.