مهم خبرونه په انڅور او متن کې
پکتیکا: ځانمرگی برید ۹ وژلي او ۵۰ یې ټپيان کړي
په پکتیکا ولایت کې د کریکیت د یوې لوبې پر مهال د ځانمرگي برید له امله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي. د رویترز خبري آژانس د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې برید کونکی چې په یوه موټر کې سپور وو، هدف یې سیمه ییز حکومتي چارواکي ول چې د لوبې د کتلو له پاره راغلي وو. دا پیښه تیر ماښام د پکتیکا په خیرکوټ سیمه کې چې د پاکستان سره پوله لري، رامنځ ته شوې. (آرشیف انڅور)
د م. م. د عمومي غونډه مهمې موضوگانې به سوریه او د مهاجرو بحران وي
په نیویارک کې به د ملگرو ملتونو د عمومي اسمابلۍ په لومړۍ ورځ د سوریې او مهاجرو موضوع تر ټولو مهمې وي. خو د پوټين او اوباما ویناو ته هم انتظار ایستل کیږي. ښايي په سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د نړیولو چلند د دواړو مشرانو د ملاقات چې د دې عمومي غونډه په څنډه کې ترسره کیږي، یوه مهمه موضوع وي. د اوونیو راهیسې روسیه په سوریه کې خپل حضور پیاوړې کوي.
د بیت المقدس د حرم القدس شریف په ساحه کې ناقراري دوام لري
د فلسطیني مسلمانانو پر مخ د مسجدې الاقصې د تړلو وروسته د بیت القمدس د حرم القدس شریف په ساحه کې د پولیسو سره اخ و ډب رامنځ ته شوې. امنیتي ځواکونو د ۵۰ کالو کم عمر لرونکي فلسطیني وگړي جومات ته د ننوتو منع کړي. هغه کسان چې په مسجد کې یې ځانونه پټ کړي ول، وتلو ته مجبور کړل شوي. د «وقت» په نامه د اسلامي موسسې مشر اعظم خطیب ویلي چې په دې ترڅ کې یو څو کسان ټپیان شوي او د مسجد ودانۍ ته هم زیان اوښتی دی.
د شیل شرکت په الاسکا کې کیندنې درولي
تیلو بریتانوي ـ هالندي شرکت «شیل» د الاسکا په ساحل کې کیندنې درولي دي . د دغه شرکت له خوا ویل شوي چې په دې پروسه لگښت د منافع څخه زیات دی. زیاته شوې چې سربیره پر دې دولتي مقررات هم ډیر ننگونکي او مبهم دي. د دې پروژې د بندولولو له امله «شیل» ته د تقریباً ۳ ملیارد ډالرو تاوان اوښتی. په الاسکا کې تل په تیلو او گازو پسې کیندنې لانجمنې وي.
د رواندا پوځي مشرانو ته د بند سزا ورکړل شوې
د آلمان د شتودگار د مرافعې محکمې د څلورو کالو راهیسې روانې محاکمې په ترڅ کې دوه په خټه رواندايي پوځي مشران د کانگو د ولس د ټولوژنې له امله د اوږده بند په سزا محکوم کړي. محکمې د «ایف ډي ایل آر» د ځواکونو پخواني مشر اگناسه موواناشیکا ته د ۱۳ کالو د بند سزا ورکړه. همدا راز د نوموړي مرستیال ستراتون موسوني هم د ۸ کالو په بند محکوم شو. دغه دواړه د اتیایمې کالونو راهیسې په آلمان کې اوسي.