مهم خبرونه په انځور او متن کې
ترکیه: د تالاشیو په ترڅ کې د اسلامي دولت، ۲۰ شکمن پلویان نیول شوي
د ترکیې په بیلیک کې د جي ـ ۲۰ تر سرمشریزې یوه اوونۍ د مخه، ترکي پولیسو د افراطي ډلې «اسلامي دولت» تر شلو زیات شکمن پلویان نیولي دي. د ډي اچ اې، په نوم خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد په سویل کې د ماناوگات په سیمه کې د تالاشیو په ترڅ کې د معلوماتو ذخیرې هم نیولي دي. زیاته شوې ده چې په نیول شوو کسانو کې دوه روسي اتباع هم شته.
برازیل کې د یوه بند ماتیدو په پایله کې ۱۷ تنه وژل شوي
په برازیل کې د یوه بند د ماتیدو وروسته د ځمکې ښویدنې په پښه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي. د دغه هیواد د اطفایې د معلوماتو له مخې نور ۵۰ تنه ټپیان شوي هم دي او لا هم ۲۰ تنه اوسیدونکي لادرکه دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه پیښه د دغه هیواد په سویل کې د اوسپنې په کان کې د فاضله اوبو د بند د ماتیدو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.
یاغیانو په سوریه کې یوه سیمه بیرته له حکومتي ځواکونو نیولې
د سختو جگړو وروسته تندلارو اسلامپالو یاغیانو د سوریې یوه مرکزي سیمه له حکومتي ځواکونو څخه بیرته نیولې ده. لکه څرنگه چې لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان خبر ورکړی دی د حکومت مخالفینو د حما ښار په شمال کې د اچان سیمه او دوه نور کلي نیولي دي. تر دې یوه ورځ دمخه د دغې سیمې له سویلي برخې څخه د حکومت مخالفین ایستل شوي وو.
پاکستان: د فابریکې د قربانیانو شمیر ۲۶ ته لوړ شوی
په پاکستان کې د ژغورنې ټیمونه وایي چې په لاهور کې د یوې نړیدلې فابریکې تر خرابیو لاندې د ژوندي پاتې شوو کسانو هیله مخ په کمیدو ده. د څلور پوړیزي ودانۍ د رانړیدو په پیښه کې تر اوسه د وژل شوو کسانو شمیر ۲۶ تنو ته رسیدلی دی. د پنجاب ایالت د بیړنیو خدماتو د ادارې ویاند جام ساجد حسین ویلي دي چې تر اوسه د ژغورنې ډلې ۴۰۰ کسانو د ودانۍ د رانړیدو تر پيښې وروسته د ۱۰۲ کسانو ژوند ژغورلی دی.
«په سوریه کې زهرجن گاز کارول شوی»
په سوریه کې د جگړو په ترڅ کې د ناپلوو کارپوهانو له نظره له زهرجن گاز څخه استفاده شوې ده. د کیمیاوي وسلو د منع سازمان یا (OPCW) د کړیو له لوري ویل شوي دي چې د اگست په میاشت کې د حلب ولایت په مارع سیمه کې د جگړو پر مهال زهرجن گاز استعمال شوی دی. دا لومړی وار دی چې د سوریې په کورنۍ جگړه کې د زهرجن گاز د استعمالیدو خبره تائیدیږي.