مهم خبرونه په انځور او متن کې
بنکاک: پولیسو ښايي پر معبد د برید مسئول موندلی وي
د تایلند پولیسو خبر ورکړی چې د بنکاک پر اراوان معبد د اگست د ۱۷ می د برید مسئول چې ۲۰ تنه په کې وژل شوي ول، پيژندلی دی. زیاته شوې چې دغه تن د هغو کسانو څخه یو دی چې د شک په اساس نیول شوي ول. دغه سړی د پیښې د ځای په ویډیو کې لیدل کیده او د هغې راهیسې یې لټه روانه وه. پولیسو زیاته کړې چې دغه تن ډير پاسپورتونه او نومونه لري . د ده په کور کې پولیسو د بم د جوړولو له پاره مواد هم موندلي دي.
امریکا او اروپا د موټرو د لوگیو د معلومولو آزموینې لا پسې سختوي
د فولکس واگن د موټرو د گازو د لوگي پر افتضاح د غبرگون په توگه په امریکا او اروپا کې د چاپیریال ساتنې ادارې غواړي د موټرو څخه د دود د اخراج کچه په کلکه وڅاري. د امریکا د چاپيریال ساتنې ادارې په یوه لیک کې تولیدونکو ته خبر ورکړې چې د اضافي آزموینو غوښتنه هم په نظر کې لري. اروپايي ټولنې هم اعلان کړې چې د جنورۍ د میاشتې څخه به موټرې په سړکونو آزمول کیږي او د خاریجیدونکي لوگي کچه به یې معلومیږي.
میرکل: آلمان غواړي د ودې د هدفونو په عملي کولو کې مثال وگرځي
د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل په خبره هیواد یې غواړي د دوامدارې ودې هدفونو په نظر کې ونیسي. په نیویارک کې د دوامداره ودې سرمشریزې ته د وینا پر وخت نوموړې وویل چې آلمان په پام کې لري د ملگرو ملتونو د لومړي هیواد په توگه د خپلو اهدافو د عملي کولو په موخه کاري پلان وړاندې کړي. د ملگرو ملتونو د ۱۹۳ غړو استازو د جمعې په ورځ هغه اجنډا ومنله چې د پراختیا ۱۷ هر اړخیز هدفونه په کې شامل دي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د گازو د لیږد په اړه توافق وشو
د روسیې حکومت د اوکراین سره چې ترمنځ یې د اوکراین د ختیځ د بحران له کبله سخت سیاسي مخالفت هم موجود دی، د راروان ژمي له پاره د گازو په لیږد سلا شوی. په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون دانرژۍ د برخې مسئول او د اروپايي کمیسیون مرستیال مشر مارکو سیفکووچ وویل چې د اروپايي ټولنې په منځگړيتوب تر سره شوي دغه تړون به ، اوکراین ته د اکتوبر څخه د ۲۰۱۶م کال د مارچ تر پای پورې د گازو لیږدول اطمیناني کړي.
آلمان کې د سوریې کډوالو ته د اقامې د ورکړې په اړه ناسم خبرونه
د آلمان حکومت د رسنیو یو رپوټ رد کړې چې پکې ویل شوي ول چې د سوریې کډوالو ته به د پناغوښتنې د عریضې پرته په مستقمیه توگه د اقامې حق ورکول کیږي. حکومت په دې توگه د «ډير شپیگل» د مجلې پر خبر اعتراض وکړ. دغه مجلې لیکلي ول چې د آلمان صدراعظمه پلان لري چې د سوریې څخه راغلي کډوال د پناغوښتنې د پروسې څخه راوباسي څو د کډوالو اړوندې ادارې د اوږو بار یو څه سپک شي.
د جزا په نړیواله محکمه کې یو افراطي د لرغونو مقدساتو د ویجاړولو په تور محاکمه کیږی
د جزا په نړیواله محکمه کې په لومړي ځل یو افراطي اسلامپال د تاریخي کلتوري ځایونو د له منځه وړولو په تور محاکمه کیږي. دغه شکمن تن په دنهاک کې دغه محکمې ته سپارل شوی دی. د مالي پر دغه شکمن تور دی چې د انصار دین د یاغي ډلې مخکښه مشر په توگه یې د تمبکتو د صحرايي ښار مقدس زیارتونه او یو مسجد ویجاړ کړی دی. دغه لرغوني مقدسات د یونیسکو له خوا د نړۍ د کلتوري میراث په توگه نومول شوي ول.