مهم خبرونه په انځورونو کي
د آلمان ږغ څخه د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کی دلته ولولئ
د چین د بندري ښار تیانجین د چاودنو قربانیان ۸۵ تنو ته لوړ سوي دي
د چین د بندري ښار تیانجین په صنعتي پارک کي تر سختو چاودنو وروسته د قربانیانو تعداد لږ تر لږه ۸۵ تنو ته لوړ سوی دی. دولتي خبري آژانس شینهوا خبر ورکړی دی، چي تر ۷۰۰ زیات نور ټپیان اوس هم په روغتونونو کي تر درملني لاندي دي. د چهارشنبه په ماښام د تیانجین ښار د زهرجنو او چاودیدونکو موادو په یوه ساحه کی دوې چاودني رامنځته سوې. د دغو چاودنو علت تر اوسه پوري معلوم نه دی.
اروپايي ټولني د کډوالو له کړکیچ سره د مبارزې اعلان کړی دی
د اروپايي ټولني د مهاجرینو مسؤل کمیسار دیمتریس افراموپولوس ددې غوښتنه کړې ده، چي په ۱۹۴۵م کال کي تر دوهمي عمومي جگړې وروسته د «کډوالو تر ټولو خراب بحران» په مقابل کي بايد مبارزه وسي. دهغه په خبره اروپا مکلفه ده، چي دغه مشکل په «مناسب، انساني او اروپايي شکل» سره حل کړي او مهاجرینو ته ښه راغلاست ووايي. ده په خپل هیواد یونان کي د مهاجرینو ستونزه ډیره د اندیښنې وړ وبلله.
هندوستان غواړي د اداري فساد سره سخته مبارزه وکړي
د هندوستان صدراعظم ناریندرا مودي د دغه هیواد د استقلال د ورځي په مناسبت خپله وینا کي اعلان وکړ، چي غواړي په خپل هیواد کي د اداري فساد پر ضد سخته مبارزه وکړي. نوموړي په نوي ډیلي کي وویل، چي دا کار باید سړی د جامعې د لوړي سطحي څخه راشروع کړي. د مودي د هندواڼو نشلست گوند- BJP پروسږکال ژمنه کړې ول، چي د اداري فساد او اختلاس تر رسوايي وروسته به په سیاست کي د صداقت څخه کار واخلي.
په جنوبي سوډان کي د سولي خبري د ناکامي سره مخامخ سوي دي
په جنوبي سوډان کي د سولي خبري یوه توافق ته تر رسیدو لږ دمخه د ناکامۍ سره مخامخ سوي دي. د جوبا حکومت اعلان کړی دی، چي غواړي د سولي کوښښونو ته ادامه ورکړي، خو جمهوررييس سلوا کییر به د خبرو اترو له پاره د ایتوپیا پایتخت ادیسه بابا ته ولاړ نه سي. نړیوالو منځگړو دواړو خواوو ته د اگست میاشتي تر ۱۷ نیټې پوري وخت ورکړی وو، او د توافق د نه رامنځته کیدو په صورت کي یې دغه هیواد په بندیزونو سره تهدید کړی و.
جان کیری د کیوباد رژیم د منتقدینو سره ولیدل
په کیوبا کي د امريکا متحده ايالاتو د سفارت تر پرانستل کیدو وروسته د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د رژیم له منتقدینو سره لیدلي دي. خو منتقدین د سفارت د رسمي مراسمو پر وخت د هغه په خارجي انگړ کي د برخي اخیستلو اجازه نه درلوده، چیري چي د اول وار له پاره تر ۱۹۶۱ م کال وروسته بیرته د امریکا بیرغ پورته سو. کیري تر مراسمو وروسته په کمونسټي کیوبا کي د دیموکراتیکو تحولاتو د راوستلو غوښتنه وکړه.