مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د پاکستان پوځي محکمې یو مشکوک هندی جاسوس د مرگ په سزا محکوم کړی
په یوه غیر عادي لمسونکي گام سره پاکستان یو هندی وگړي د جاسوسۍ په تور د اعدام په حکم محکوم کړی دی. د پاکستاني او هندي رسنیو د دوشنبې په ورځ په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې د پاکستان پوځي محکمې هندي وگړی چې ویل کیږي د سمندري ځواکونو پخوانی افسر دی پر ضد سخته سزا ټاکلې ده. مشکوک جاسوس کلبهوشن یادیو د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشتې کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نیول شوی وو.
اسرائیل په سینا نیمه ټاپو کې له مصر سره خپله پوله تړلې
اسرائیل له مصر سره په سینا نیمه ټاپو کې خپله پوله تړلې ده. د صدراعظم بنیامن نتنیاهو، د حکومت ویاند د دې علت د ترهگریز خطر د مخنیوي له پاره تدابیر ښوولي دي. له اسرائیلیانو غوښتل شوي دي چې د سینا له لارې خپل سفر او همداشان مصر ته د سیلانتوب خپل سفرونه لغوه کړي. د یکشنبې په ورځ په مصر کې په دوو چادونو کې ۴۰ مسیحان وژل شوي وو. د برید پړه داعش پر غاړه اخیستې وه.
«د اعدامو په شمیر کې د تیر کال په پرتله کمښت راغلی دی»
په تیر میلادي کال کې په نړیواله کچه د اعدامونو د سزا په عملي کولو کې کموالی راغلی دی. خو د اعدام په حکم د محکومو شوو کسانو شمیر کې بیا ډیروالی راغلی دی. د ایمنسټي انټرنیشنل یا د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا په تیر میلادي کال کې ۳۱۱۷ کسان د مرگ په سزا محکوم شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمیر ۱۹۹۸ تنه وو. زیات اعدامونه په ایران، سعودي عربستان، عراق او په پاکستان کې تر سره شوي.
چین د شمالي کوریا په کړکیچ کې له احتیاط څخه د کار اخیستو غوښتنه کړې
د کوریا نیمه ټاپو ته د امریکا متحدو ایالاتو د جنگي بیړیو تر استولو وروسته، چین پر ټولو ښکیلو اړخونو باندې له احتیاط څخه د کار اخیستو غږ کړی دی. په پیکینگ کې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې هیواد یې د کوریا په نیمه ټاپو کې وضعیت په دقت سره څاري. د دغه ویاند په خبره ټول اړخونه باید له زغم څخه کار واخلي او هغه څه باندې لاس پورې نه کړي چې وضعیت نور هم خرابوي.
د ۲۰۱۶م کال په درو میاشتو کې ۴۷۰۰۰ بناه غوښتونکي آلمان ته راغلي
د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې ۴۷۰۰۰ مهاجر آلمان ته راغلي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کړی شوي ارقام ښيي چې زیاتره مهاجر له سوریې، عراق او افغانستان سره تړاو لري. زیاته شوې ده چې اوسمهال هره میاشت له ۱۴۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پناه غوښتونکي آلمان ته رارسیږي. د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې دغه شمیر ۱۷۴۰۰۰ تنو ته رسیده.