مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په پاریس کې پاکټي بم یو کس سطحي ټپي کړی دی
په پاریس کې د نړیوال وجهي صندوق په دفتر کې د یوه پاکټي بمي برید په پایله کې یو کس سرسري ټپي شوی دی. د پولیسو په وینا تر اوسه پورې لا دا معلومه شوې نه ده چې د برید تر شا د چا لاس وو. زیاته شوې ده چې د احتیاطي تدابیرو له امله له ودانۍ څخه ډیر شمیر کسان ایستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ په برلین کې د آلمان د مالیې وزرات کې یو پاکټ موندل شوی وو چې پکښې چاودیدونکي توکی مخلوط وو.
چاوش اوغلو په اروپا کې د مذهبي جگړې له پیلیدو څخه خبرداری ورکړی
په هالنډ کې د پارلماني ټاکنو وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په اروپا کې د عقیدوي جگړې څخه خبرداری ورکړی دی. د ترکیې د دولتي خبري آژانس آنادولو، د چاوش اوغلو له قوله لیکلي دي چې اروپایي هیوادونو اروپا د یوه گړنگ پر لور سوقوي. د دغه سیاستوال په خبره ښایي په اروپا کې ژر مذهبي جگړې پېل شي او په وینا یې دا څه پیل شوي دي.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو له شورای څخه د امریکا د وتلو گواښ
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د هر اړخیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده او د دغه کار د نه عملي کیدو په صورت کې یې له دغې شورا څخه د خپل هیواد د وتلو گواښ کړی دی. په یوه لیک کې تیلرسن د بشري حقونو اتو سازمانونو ته چې د فرانس پرس خبري آژانس ته په لاس ورغلی لیکلي دي چې د متحدو ایالاتو حکومت به د بشري حقونو شورا «اغیزمن توب» ارزولو ته ادامه ورکړي.
ترکیې له اروپایي اتحادیې سره د مهاجرو تړون د له منځه وړلو گواښ کړی
ترکیې له اروپایي اتحادیې سره د مهاجرو په تړاو د تر سره شوي توافق یوه برخه ځنډولې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له (24 TV) تلویزوني چینل سره به یوه مرکه کې ویلي دي چې اوسمهال به له یونان څخه هیڅ کوم مهاجر بیرته ترکیې ته نه ورستنیږي. په عین وخت کې هغه د مهاجرو د دغه ټړون د بشپړ پای ته رسولو گواښ وکړ.
د سختو نښتو وروسته په طرابلس کې پر اوربند توافق شوی
د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د سختو نښتو وروسته رقیبې ملیشې په یوه اوربند باندې راضي شوي دي. په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوي د ملي وحدت حکومت د دفاع وزارت په وینا د تړون له مخې باید جگړې سملاسي پای ومومي. پر دې سربیره باید ټولې وسله والې ډلې په ۳۰ ورځو کې له طرابلس څخه ووځي. دغه نښتې په روانه میلادي اوونۍ کې د ملي یووالی د حکومت د ځواکونو او ملیشو تر منځ پېل شوې وې.