مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د سوریې په کلابندو شوو سیمو کې د یوه بشري ناورین خبرداری
ملگري ملتونه د سوریې په څلورو کلابندو شوو ښارونو کې له یوه بشري ناورین څخه خبرداری ورکوي. د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو د بیړنیو بشري مرستو همغږي کوونکي علي الزاتري ویلي دي چې په الزبداني، مضایا، فوا او کفریا کې شا او خوا ۶۰ زره انسانان له بهرنۍ نړۍ سره کومه اړیکه نه لري. د هغه په خبره په دغو سیمو کې د خوراکي موادو او دارو درملو سخت کمښت دی.
د امریکا متحدو ایالاتو امنیتي سلاکار له خپلې دندې استعفا کړې
د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ امنیتي سلاکار مایکل فیلن، له خپلې دندې استعفا کړې ده. د سپینې ماڼۍ په وینا ولسمشر ترمپ پخوانی جنرال جوزف کیلوگ، د مؤقتي وخت له پاره پر دغه دنده گومارلی دی. فیلن په واشنگټن کې د روسیې له سفیر سره د شخړه ایزې تلیفوني مکالمې د افتضاح په قضیه کې د تناقض له کبله خپله دنده پریښې ده.
په فلیپین کې د برمته شوي آلماني ویدیو خپره شوې
په فلیپین کې تندلارو اسلامپالو د یوه برمته شوي آلماني د سر پریکولو گواښ کړی دی. د ابوسیاف ترهگرې ډلې د دغه ۷۰ کلن یوه نوې ویدیو خپره کړې ده چې د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کې په کښتۍ کې د سفر پر مهال تښتول شوی وو. په دغه ویدیو کې برمته شوی آلمانی له خپل حکومت څخه د شا او خوا ۵۷۰ زره یورو په بدل کې د خپل ځان د آزادولو غوښتنه کوي. دغه آلمانی د نومبر مياشتي په ۵ نېټه د فلیپین په سویل کې تښتول شوی
د عراق له پارلمان څخه د ټاکنیزو اصلاحاتو د تطبیق غوښتنه
د عراق له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي په بغداد کې له پارلمان څخه غوښتي دي چې ډیر ژر دي د احتجاج کوونکو له لوري په ټاکنو کې د اصلاحاتو غوښتنه تطبیق کړي. جان کوبس د سه شنبې په ورځ د ولس له استازو څخه وغوښتل چې د ټاکنو د قانون ادارې له پاره «روانه بررسي» ژر ختمه کړي. تیره اوونۍ د شیعه مبلغ مقتد الصدر په زورنو پلویان د ټاکنو اصلاحاتو له پاره سړکونو ته راوتلي وو.
په ترکیه کې د نڅاکلب د برید په شک یو بل کس هم نیول شوی
په استانبول کې پر راینا نڅاکلب باندې د برید تر شا د لاس لرلو په شک یو بل تن نیول شوی. د دوگان په نوم د خبري آژانس د رپوټ له مخې شکمن کس چې فرانسوي او ترکي تابعیت لري د هغه کور قرار داد ورسره وو په کوم کې چې پر راینا کلب اصلي برید کوونکی نیول شوی وو. اوس څارنوالۍ دغه کس د برید د یوه شریک پلانونکي په توگه انگیري. د نوي میلادي کال په شپه یوه وسله وال کس پر دغه کلب باندې هجوم وروړ او ۳۹ تنه یې ووژل.
د درو پاکستاني عسکرو د وژلو رپوټ ورکړل شوی
د اسلام آباد د چارواکو په وینا هندي ځواکونو د لاین په آف کنترول یا د دواړو هیوادونو تر منځ د اوسنۍ موجوده پولې په اوږدو کې ډزې کړي دي. د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې دغه عسکر تیره شپه تر ټپي کیدو وروسته د سه شنبې په سهاره مړه شوي دي. د هند د ځواکونو یوه قوماندان بیا ویلي دي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له یاغیانو سره په نښته کې درې هندي عسکر وژل شوي دي.