مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
آلمان کې پولیسو دوه تنه د ترهگرۍ د پلان د شک په تور نیولي
د رپوټونو له مخې په آلمان کې پولیسو د یوه احتمالي ترهگریز برید مخه نیولې ده او په گوټنگین کې یې د سلفي حلقې سره تړوا درلودونکي دوه تنه نیولي دي. د پولیسو د خبر له مخې نیول شوي کسان یو یې ۲۷ کلن الجزایری او بل یې ۲۳ کلن نایجیریایي دی. خو ویل شوي دي چې د نیول شوو کسانو د پلانونو په هکله معلومات نه شته.
«د ناټو هوایي برید په ننگرهار کې د داعش ۱۱ جگړه مار وژلي دي»
افغان چارواکو ویلي دي چې د ناټو بې پیلوټه الوتکې برید د افغانستان په ننگرهار ولایت کې د دوو قوماندانانو په شمول د داعش یوولس تنه اورپکي وژلي دي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د دغه ولایت د پولیسو قوماندان حضرت حسین مشرقي وال له قوله لیکلي چې په دغه برید کې وژل شوي قوماندانان محمد عمر صدیق او عمر فاروق دي. د متحدو ایالاتو ځواکونو یوه ویاند د برید تر سره کیدل تائید کړي دي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
جیف سیشنز د متحدو ایالاتو د عدلیې وزیر شو
د امریکا متحدو ایالاتو د سنا مجلس محافظه کاره سیاستواله جیف سیشنز د دغه هیواد د عدلیې د وزیر په توگه تائید کړی دی. سناتورانو د دغه جمهوري غوښتونکي په پلویتوب ۵۲ او په مخالفت کې ۴۷ رای وکارولې. د دغې څوکې له پاره د نوموړي ۷۰ کلن د وړتیا په هکله تاوده بحثونه وشول. پر هغه د نژاد پرسته څرگندونو تور پورې کیږي. خو سیشنز د نژاد پالنې په هکله تورونه ردوي.
سومالیا نوی ولسمشر وټاکه
په سومالیا کې پارلمان د حکومت پخوانی مشر محمد عبدالله محمد د دغه هیواد د ولسمشر په توگه ټاکلی دی. عبدالله محمد چې د سومالیا او امریکا متحدو ایالاتو تابعیت لري د ټاکنو په دوهم پړاو کې د برحاله ولسمشر حسن شیخ محمد پر وړاندې سیالي کوله. که څه هم هغه اړین دوه پر دریمه اکثریت تر لاسه نه کړ، خو حسن شیخ محمد د دریم پړاو ټاکنو څخه لاس پر سر شو. عبدالله محمد ته د یوه اصلاح غوښتونکي په سترگه کتل کیږي.
په کینیا کې محکمې د داداب کمپ د تړلو د امر مخه ونیوله
د کینیا لوړې محکمې په داداب کې د نړۍ په کچه د مهاجرو د ستر کمپ تړل منع کړل. د کینیا د رسنیو د رپوټونو له مخې قاضي په خپلې پریکړې کې ویلي دي چې د حکومت تصمیم نیونکو په خپل دغه امر سره له صلاحیت څخه پښه اړولې ده. پر دې سربیره قاضي له داداب کمپ څخه د مهاجرو د استولو پر ضد خبره کړې ده. د هغه په خبره دغه څه له اساسي قانون څخه سرغړونه او تبعیض دی.