مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
«په افغانستان کې واورو ۱۱۹ تنه وژلي دي»
افغان چارواکي په دې هڅه کې دي چې تر واورې لاندې شوو لیرې پرتو سیمو ته لاس رسی ومومي. چارواکي د ۱۱۹ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکوي. د چارواکو په وینا په ځینو سیمو کې آن تر دوو مترو پورې واوره ورېدلې ده. طبیعي پیښو ته د رسیدگۍ په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک ویلي دي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د برف کوچونو او د کورونو د چتونو د رالویدو له کبله ۱۱۹ تنه وژل شوي او نور ۸۹ ټپیان دي.
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیر لوړ شوی دی
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په ترڅ کې د ماشومانو د مرگ ژوبله کچه بې سارې لوړه شوې ده. د ملکي تلفاتو په هکله د ملگرو ملتونو په نوي کلني رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې د راډیکاله طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جگړې په ترڅ کې ۳۵۱۲ ماشومان قرباني گرځیدلي دي. دغه څه د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۲۴ سلنه ډیروالی ښيي. پر دې سربیره د ټولو ملکي تلفاتو شمیر هم خپلې لوړې کچې ته رسیدلی دی.
مېرکل اوس د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال صدراعظمۍ ته گډه کاندیده ده
د آلمان د مسیحي سوسیال یا (سي اس یو) له لوري د اوږده ځنډه وروسته د مسیحي اتحاد دواړو گوندونو یعنی مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال مشرانو، انگلا مېرکل د سپتمبر میاشتې د پارلماني ټاکنو له پاره صدراعظمۍ ته د خپلې کاندیدې په توگه اعلان کړې ده. په مونشن کې د هغوی د یوې غونډې د گډونوالو له قوله ویل شوي دي چې د دواړو گوندونو مشرانو د مېرکل له کاندیداتورۍ څخه خپل ښکاره ملاتړ څرگند کړی دی.
ترمپ له ناټو څخه پیاوړی ملاتړ اعلان کړی
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ به په می میاشتې کې د ناټو د غړو هیوادونو له سیاسي مشرتابه سره وویني. دغه خبر سپینې ماڼۍ د ترمپ او د ناټو د عمومي منشي ینس ستولنتنبېرگ تر منځ د یوه تلیفون تماس وروسته ورکړی دی. زیاته شوې ده چې ترمپ د ناټو د پیاوړي ملاتړ، ډاډ ورکړی او په غونډه کې یې خپل گډون اعلان کړی دی.
په ترکیه کې تر ۱۸۰۰ زیات کسان د ترهگرۍ په شک نیول شوي
ترکي امنیتي ځواکونو د یوې اوونۍ په ترڅ کې ۱۸۲۹ تنه د ترهگرۍ په شک نیولي دي چې پکښې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» ۸۲۰ شکمن پلویان هم شامل دي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نورې تالاشۍ د منع کړی شوي کردي کارگر گوند یا (پي کې کې) شکمنو غړو، د گولن غورځنگ او کیڼ اړخه راډیکاله گروپونو ته متمرکزې دي. زیاته شوې ده چې د داعش زیاتره شکمن کسان د یکشنبې په ورځ د سترو چاپو په ترڅ کې نیول شوي دي.