مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په مالتا هیواد کې د اروپایي اتحادیې سرمشریزه
اروپایي اتحادیه غواړي د دې له پاره لاس په کار شي چې سږ کال یو ځل بیا د مدیترانې د سمندرگي له لارې په لسگونو زره کسان اروپا ته را نه شي. د دغې اتحادیې د دولتونو او حکومتونو مشران په مالتا هیواد کې په یوه سرمشریزه کې پر یو لس ماده یي پلان باندې توافق ته رسیدلي دي چې په اصطلاح د مدیترانې د مسیر د بندیدو هدف لري. په دې ترڅ کې هغوی تر ټولو زیات له لېبیا سره گډ کار په نظر کې لري.
په پاریس کې پر پولیس د چړې برید
د پاریس لوور موزیم مخې ته چې د نړۍ په کچه شهرت لري د یوې چړې د برید وروسته څارنوالۍ د ترور په شک څیړنې پیل کړي دي. دغه خبر فرانسوي چارواکو ورکړی دی. تر غرمې دمخه یو کس چې چاړه ورسره وه پر یوه پوځي گزمه باندې حمله وکړه او ور سره یې د «الله اکبر» چیغه وکړه. د پولیسو د وینا له مخې یوه عسکر پر دغه کس ډزې وکړې او سخت یې ټپي کړ. زیاته شوې ده چې یو بل عسکر هم سرسري ټپي شوی دی.
متحده ایالات ښايي پر ایران نوي بندیزونه وضع کړي
د امریکا متحدو ایالاتو د حکومت د کړیو په وینا ښایي د جمعې په ورځ پر ایران باندې د توغندې د نوې ازموینې له کبله نوي بندیزونه ولگول شي. زیاته شوې ده چې ښایي یو شمیر کسان، شرکتونه او احتمالا حکومتي ادارې د بندیزونو د نوو اقداماتو له کبله اغیزمن شي. خو سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
په سویډن کې درې شکمن کسان نیول شوي دي
د رپوټونو له مخې د سویډن پولیسو درې شکمن نوي نازیان نیولي دي، چې د مهاجرو پر یوه کمپ باندې د یوه برید له پاره مسوول گڼل کیږي. د تروریزم ضد څارنوالۍ په ستوکهلم کې ویلي دي چې نیول شوي کسان «د شمالي مقاومت غورځنگ» نومې د نازیانو د گروپ پخواني یا اوسني غړي دي. د سویډن داخلي استخباراتي ادارې ویلي وو چې ښایي دغه برید سیاسي انگیزه ولري.
ایران امریکایي پهلوانانو ته ویزې نه ورکوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غیږ نیویې په نړیوال جام کې د گډون له پاره امریکایي غیږ نیونکو یا پهلوانانو ته ویزې ورکول نه غواړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي ویاند بهرام قاسمي د ایرنا، په نوم خبري آژانس ته د جمعې په ورځ وویل چې «له بده مرغه د متحدو ایالاتو د نوو تحولاتو له کبله دغه گام اخیستو ته اړ ایستل شو.»