مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
مکسیکو وایي د دیوال دجوړیدو لگښت نه ورکوو
د مکسیکو ولسمشر اینریکه پینا نیتو، د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري له مکسیکو سره د پولې په اوږدو کې د دیوال جوړولو پریکړه باندې سخته نیوکه کړې ده. هغه د ترمپ دا غوښتنه هم رد کړې ده چې مکسیکو به د دغه دیوال د جوړیدو لگښت پر غاړه واخلي. هغه یادونه کړې ده چې «مکسیکو به دغه دیوال د جوړولو پیسې ور نه کړي.»
د افغانستان په شمال کې یخنۍ ۲۷ ماشومان وژلي دي
د افغانستان په شمال کې په یوه لیرې پرته سیمه کې د سختې واورۍ او یخنۍ له کبله ۲۷ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د جوزجان ولایت د درزاب ولسوال رحمت الله حشر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ماشومان لا پنځه کلنۍ ته نه وو رسیدلي او په تیرو درو ورځو کې مړه شوي دي. د ولسوال په خبره دغه سیمه د واورې د ورښت له کبله روغتیايي مرستو ته لاس رسی نه لري او په وینا یې ښایي دغه شمیر زیات شي.
د سي آی اې د شکنجو په هکله د ترمپ څرگندونې
د امریکا متحدو ایالاتو نوي ولسمشر دونلد ترمپ د واټر بورډینگ یا په مصنوعي توگه په اوبو کې د غوټه کولو په څیر د شکنجې میتودونه اغیزناک بللي دي. له اې بي سي، نومي امریکایي تلویزون سره په یوه مرکه کې هغه ویلي دي چې هغه فکر کوي چې واټر بورډینگ او د تحیقیقاتو نورو شخړه ایزو میتودونو کار ورکړی دی. د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش ظلمونو ته په کتو سره هغه ویلي دي چې «د اور مقابله باید په اور وشي».
د بشري حقنونو اروپایي محکمه کې د ترکیې پر ضد عریضو کې ډیروالی
د بشري حقونو اروپايي محکمه کې د ترکیې پر ضد په تیر کال کې ډیرې دعوای وړاندې شوي دي. د محکمې رئیس گودیو ریاموندي د پنجشنبې په ورځ په شتراسبورگ کې ویلي دي په ۲۰۱۶م کال کې د تیر کال په پرتله په حقوقي دعواوو کې ۲۷۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ویل شوي دي چې په ټوله کې ۵۳۶۳ عریضې شوي دي چې تر نیمایي زیاتې یې په دغه هیواد کې د تر سره شوې ناکامې کودتا سره تړاو نیسي.
په ویانا کې د شکمنو پر ضد چاپې وهل شوي
په اتریش کې د ترهگرۍ ضد سترو تالاشیو په ترڅ کې ډیر شکمن کسان نیول شوي دي. د «کوریر» نومې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د پنجشنبې په ورځ په پلازمینه ویانا کې ۸۰۰ پولیسو په دغو عملیاتو کې برخه درلوده. زیاته شوې ده چې دغه عملیات د پخوانۍ یوگوسلاویا شکمنو کسانو پر ضد وو چې په ظاهري توگه یوه جهادي ډله یې جوړول غوښتل. د شتایه مارک ایالت کې د پولیسو یوه ویاند د پولیسو ماموریت تائید کړی دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشرۍ ته درې کسان کاندید دي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د مشرۍ له پاره سیالۍ ته درو کسانو ځانونه نومولي دي. د چهارشنبې په ورځ په ژنیف کې د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی دی چې د دغې ادارې د مشرتوب له پاره له ایتوپیا څخه تیدروس آدانوم غیبروسیس، بریتانوي دیوید نابارو او له پاکستان څخه ثانیه نشتر خپل ځانونه کاندید کړي دي. په پام کې ده چې د دغې ادارې د اوسنۍ مشرې ځای ناستې به په می میاشتې کې وټاکل شي.