مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
سوریې پر خپلې پوځي اډې د برید له پاره اسرائیل مسوول گڼلی
د سوریې پوځ د دغه هیواد پلازمېنې دمشق ته څیرمه پر یوه پوځي هوایي ډگر باندې د برید له پاره اسرائیل مسوول گڼي. د سوریې یوه پوځي استازي ویلي دي چې تیره شپه یوې اسرائيلې الوتکې د مزة پر هوایي ډگر باندې څو توغندي توغولي دي. هغه د ځوابي برید گواښ هم کړی دی. د سوریې دولتي رسنیو تیره شپه په دغه پوځي هوایي اډه کې د یو شمیر چاودنو رپوټونه ورکړي دي.
په بلوچستنان کې یو بل ژورنالست وژل شوی دی
د پاکستان په نسبی توگه نا کراره ایالت بلوچستان کې یو بل ژورنالیست وژل شوی دي. د پاکستان د «ډان» په نوم ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې دغه خبریال په یوه لیرې پرته سیمه کې د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو ویشتل شوی دی. د دغې ورځپاڼې د رپوټ له مخې په تیرو لسو کلونو کې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۴۰ خبریالان وژل شوي دي. پر دې سربیره د دوو نورو کسانو مړي موندل شوي دي چې تیره اوونۍ تښتول شوي وو.
د غزې په تراړه کې د بریښنا پارچاوۍ پر ضد احتجاج
په زرونو فلسطینانو د تندلارې ډلې حماس تر واکمنې لاندې غزې تراړه کې د څو ورځې راهیسې د بریښنا د پارچاوۍ پر ضد احتجاج وکړ. د عیني شاهدانو د وینا له مخې پولیس له احتجاج کوونکو سره لاس او گریوان شوي دي او هوایي ډزې یې کړي دي. زیاته شوې ده چې ډیر شمیر کسان نیول شوي دي. د اسوشیتد پرس خبریال او او فرانس پرس عکاس د پولیسو له لوري له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او زخمي شوي دي.
په تونس کې احتجاجونه پر تاوتریخوالي اوښتي
د تونس په مکناسي ښار کې احتجاجونه په اخ او ډب اوښتي دي. د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې احتجاج کوونکو موټرو ته اور اچولی او سړکونه یې بند کړي دي. په لومړي سر کې په زرونو کسانو د کار ځایونو د موندلو له پاره په یوه اعتصاب کې د برخې اخیستو له پاره سړکونو ته راوتلي وو. د مکناسي شار سیدي بوزید، ولایت کې پروت دی.
د انیس عامري په قضیه کې د ادارو پر اشتباه اعتراف
د آلمان د عدلیې وزیر هایکو ماس، د برلین د پیښې د عامل انیس عامري، په قضیه کې د آلماني ادارو پر اشتباهاتو باندې اعتراف کړی دی. د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستول د زید دي اف، په نوم آلماني تلویزوني چېنل ته ویلي دي چې اوس پر دې باندې کار کیږي چې سره له دې چې عامري له ترهگرۍ څخه د دفاع مرکز پيژنده نو د دغې حملې مخه ولې و نه نیول شوه. راتلونکو ورځو کې هغه په دې هکله د یوه رپوټ د وړاندې کولو خبر وکړ.