مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په پاکستان کې یو بل انټرنیټي فعال ورک شوی
په پاکستان کې یو بل انټرنیټي فعال په مرموز ډول ورک شوی دی. بلاگر او د سول پروگریسو الاینس یا د «مترقي مدني اتحاد» مشر ثمر عباس د شنبې له ورځې راهیسې لادرکه دی. دغه خبر د ثمر عباس همکار طالب رضا ورکړی دی. ثمر عباس څه موده وړاندې د کراچۍ له بندري ښار څخه اسلام آباد ته د لږکیو د حقوقو د کمپاین په ترڅ کې سفر کړی وو. پاکستان کې د جنورۍ میاشتې کې لا تر مخه څلور مدني فعالان احتمالا تښتول شوي
طالبانو د دوو تښتول شوو بهرنیانو ویدیو خپره کړې ده
تندلارو طالبانو د هغو دوو بهرنیو اتباعو چې پنځه میاشتې تر مخه یې په کابل کې تښتولي وو لومړی ویدیو خپره کړې ده. دغه دواړه پروفیسران وو چې په افغانستان کې یې په امریکایي پوهنتون کې تدریس کاوه. دغه ویدیو چې تیره شپه خپره شوې ده پکښې آسترالیایي تبع تیموتي ویکس او امریکايي تبع کیون کینگ د متحدو ایالاتو له منتخب ولسمشر څخه د مرستې غوښتنه کوي. ویکس وايي «ولسمشر ترمپ هیله کوم موږ له دې ځایه راوباسه.»
د پاریس د بریدونو په تړاو له نورو دوو کسانو پلټنې کیږي
د پاریس د ترهگریزو بریدونو څه د پاسه یو کال وروسته د بلجیم قضا د دوو نورو شکمنو کسانو په هکله پلټنې کوي. په بروکسل کې څارنوالۍ ویلي چې یو کس د ترهگرې ډلې د غړیتوب په شک نیول شوی دی. په شکمن کس فرید ک، باندې په اسنادو کې د جعل او د جعلي اسنادو د استعمالولو تورونه پورې شوي دي. دوهم شکمن کس مریم اې بې. هم د جعلي اسنادو په تور نیول شوی. خو نوموړې ښځه د ټینگو ضمانتونو په مقابل کې بیرته پریښول شوي ده.
د مکسیکو ولسمشر د ترمپ پر پلانونو سخته نیوکه کړې
د مکسیکو ولسمشر اینرکه پینا نیتو، د امریکا متحدو ایالاتو د منتخب ولسمشر دونلد ترمپ هغه غوښتنه رد کړې ده چې له متحدو ایالاتو سره پر پوله د پلان شوي دیوال لگښتونه پر غاړه واخلي. پینا نیتو د خپل هیواد له سفیرانو سره په مکسیکو سټي کې په یوه لیدنه کتنه کې ویلي دي چې مکسیکو به هیڅ کله داسې څه و نه مني چې د دغه هیواد او د خلکو د کرامت خلاف وي. ترمپ له مکسیکو سره پر پوله د دیواو پر جوړیدو ټینگار کړی وو.
رپوټ: د آلمان حکومت پناه غوښتونکي بیرته یونان ته استوي
د یوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې ښایي په نزدې راتلونکي کې پناه غوښتونکي له آلمان څخه بیرته یونان ته واستول شي. د «فرانکفورتر الگیمانه څایتونگ» نومې آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د دغه هیواد د کډوالو او مهاجرو له ادارې څخه غوښتي دي چې په رسمي توگه له یونان څخه د مهاجرو منل د روان میلادي کال د مارچ تر ۱۵ نیټې پورې وځنډوي.