مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په ایران کې زلزلې څلور افغانان وژلي دي
د ایران په سویل کې د جمعې په ورځ د ځایي چارواکو په حواله د زلزلې په پایله کې څلورو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د امریکا متحدو ایالاتو د ځمکې پیژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې دغه زلزله چې د ریشتر پر مقیاس یې شدت ۵،۳ درجې وو د فارس په ولایت کې رامنځ ته شوې ده. د ایران دولتي تلویزون د یوه ځایي چارواکي له قوله ویلي دي چې دغه کسان د سیف آباد په یوه کلي کې د زلزلې له کبله مړه شوي دي.
روسیې په سوریه کې د خپلو ځواکونو په راکمولو پېل کړی
د سوریې د پوځ له لوري د حلب ښار د کنترول د خپلولو وروسته، روسیې په دغه کورنۍ جگړه ځپلي هیواد کې د خپلو ځواکونو د شمیر په راکمولو پېل کړی دی. په مسکو کې د دفاع وزارت ویلي دي چې په لومړي قدم کې به الوتکې لیږدونکي بیړۍ کوزنیڅوف، او له هغې سره نورې مل کښتۍ له سیمې څخه ووځي.
د ایزمیر تر چاودنې وروسته ۱۸ شکمن کسان نیول شوي دي
د ترکیې په لویدیځ ساحلي ښار ایزمیر کې د ترهگریز برید وروسته د دغه هیواد د عدلیې وزیر بکیر بوزداق په وینا، ۱۸ شکمن کسان نیول شوي دي. بوزداق، منع کړی شوی کردي کارگر گوند یا پي کې کې، د پنجشنبې په ورځ د دغه برید له پاره مسوول وگاڼه.
په کمپ کې د اورلگیدنې په شک پنځه تنه نیول شوي
د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د اور لگیدنې د پیښې وروسته چې یو شمیر کسان پکښې ټپیان شوي دي په دې شک پنځه کسان نیول شوي دي. په بیلیفلد کې د پولیسو ویاند ویلي دي چې پر دغو کسانو باندې شک کیږي چې توشکونو ته یې اور اچولی دی. د هوفل هوف شتاو موهلر سیمه کې په دغه کمپ کې د اور لگیدنې له کبله ۵۷ کسانو ته ټپونه اوښتې چې ۳۰ تنه یې روغتون ته لیږدول شوي دي.
پاکستان کې اورگاډي اووه ماشومان وژلي دي
په پاکستان کې د جمعې په ورځ یوه اورگاډي هغه دوې موټرسایکل ریکشا لاندي کړې چې پکښې ماشومان ښوونځي ته روان ول. دغه پيښه د اورگاډې د پټلۍ څخه د تیریدو په دروازه کې رامنځ ته شوې ده. په پيښه کې اووه ماشومان وژل شوي دي. د جاويد احمد په نوم يوه پاکستاني پوليس اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چې د موټر سایکل ریکشا چلوونکو په ظاهري توگه د سخت غبار له کبله د اورگاډي سرعت سم نه دی اټکل کړی.
«په ۲۰۱۶م کال کې ۵۰۷۹ کډوال د مدیتراني په سمندرگي مړه شوي»
په تیر میلادي کال کې د مدیترانې سمندرگی د کډوالو او مهاجرو له پاره اروپا ته د رسیدو خطرناکه لاره گرځیدلې. د مهاجرت نړیوال سازمان یا آی او ام، د جمعې په ورځ په ژنیف کې ویلي دي چې په ټول ۲۰۱۶م کال کې ۵۰۷۹ سړو، ښځو او ماشومانو د سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تیر کال کې په ټوله کې ۳۶۳ زره انسانان د مدیترانې د سمندرگي له لارې اروپا ته رسیدلي دي.