مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د رانسکورې شوې پاکستانۍ الوتکې یوه ماشین کار پریښی وو
د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د هوایي شرکت پي آی اې، د رانسکورې شوې مسافر وړونکي الوتکې پیلوټ د پیښې تر رامنځ ته کیدو لږ څه د مخه یو بیړنی خبرداری ورکړی وو. د پي آی اې مشر ویلي دي چې پيلوټ هوایي ډگر ته خبر ورکړی وو چې د الوتکې یو ماشین له کاره لویدلی دی. زیاته شوې ده چې پیلوټ په ۴:۱۴ دقیقو د خرابۍ رپوټ ورکړی وو او تر هغې سملاسي وروسته الوتکه له رادره ورکه شوه. د الوتکې تور بکس موندل شوی دی.
په هامبورگ کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان غونډه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یا OSCE د غونډې په پيل کې په اروپا کې د سولې له پاره د دغه سازمان د «نه بدیل وړ نقش» اهمیت ته اشاره وکړه. د آلمان په هامبورگ کې په ترسره کیدونکي دوه ورځنې غونډې کې د بهرنیو چارو ۵۰ وزیران برخه لري. شتاینمایر په دغه غونډه کې تر هر څه زیات د کړکیچونو د قابو کولو د ابزارو پر پیاوړي کولو ټینگار وکړ.
د حلب د نیولو په جگړه کې ۵۰۰ کسان وژل شوي دي
د سوریې د حلب په زوړ ښار کې له یوه روغتون څخه ۱۵۰ ملي کسان د ښار نورو خوندي سیمو ته انتقال کړی شوي دي. په دغه څه کې د نړیوال سره صلیب او د سوریې عربي سرې میاشتې مرسته کوونکو ونډه درلوده. د سوریې حکومتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د ښار دغه برخه چې تر مخه پرې یاغیانو کنترول درلود تر خپلې ولکې لاندې راوسته. په تیرو څو اوونیو کې دحلب په جگړو کې د ۵۰۰ ملکیانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی.
د سویلي کوریا د ولسمشرې څخه د باور رایې اخیستلو پروسه
د سویلي کوریا د ولسمشرې پارک گیون های پر ضد د څو اوونیو سترو احتجاجونو وروسته، اوس پارلمان د دغې ۶۴ کلنې څخه د باور رائیو د بیرته اخیستو پر سر بحث کوي. دغه سیاستواله د اختلاس د افتضاح له کبله تر فشار لاندې ده او پر هغې باندې له واک څخه د ناوړه استفادې او اساسي قانون څخه د سرغړونې تورونه پورې شوي دي.
هر څلورم ماشوم په کړکیچ یا کړکیچ ځپله سیمه کې ژوند کوي
د نړۍ د ټولو ماشومانو څلورمه برخه په کړکیچ او یا ناورین ځپلو سیمو کې ژوند کوي. د یونیسف د یوه رپوټ له مخې له دې څخه ۵۳۵ میلیونه ماشومان اغیزمن دي. له دې جملې څخه ۳۹۳ میلیونه یې یوازې د افریقا په جنوب صحرا کې ژوند کوي. منځنی ختیځ او شمالي افریقا د نورو اغیزمنو شوو سیمو په ډله کې دي. زیاته شوې ده وسله وال کړکیچونه، طبیعي ناورینونه او د اقلیم د بدلون عواقب ماشومان تيښتې ته اړ باسي.