مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د هند په یوه فابریکه کې د ۱۶ تنو د وژل کیدو انديښنه
د هند په سویلي ایالت تامل نډو کې د چاودیدونکو توکو د جوړولو په یوې فابریکې کې د چاودنې او اورلگیدنې وروسته د ۱۶ کسانو د وژل کیدو ویره موجوده ده. دغه پیښه د تیرو چیرا پلي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده او ځایي پولیسو دغه پیښه تائید کړې ده. د پولیسو په وینا د پنجشنبې په سهار وختي د یوې چاودنې د رامنځ ته کیدو وروسته په دغه ودانۍ کې اور لگیدلي او بیا رانړیدلې ده. تر اوسه یوازې د دوو کسو جسدونه موندل شوي.
د آلمان د استخباراتي ادارې افشا شوي کس معلومات چا ته نه دي ورکړي
د آلمان د دوسلدورف د څارنوال د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې داسې مدارک په لاس کې نه شته چې د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې افشا شوي اسلامپاله کارکونکي، «امنیت اړونده معلومات» زور پالونکو سلفیانو ته ورکړي وي. خو پر دې سربیره هم دغې پیښې د آلمان په داخلي استخباراتي ادارو کې د پټو جاسوسانو له ناحیې څخه خطرونو په هکله بحثونه پارولي دي.
په کولمبیا کې پارلمان له فارک یاغیانو سره د سولې تړون تصویب کړ
د کولمبیا د حکومت او د فارک، یاغیانو تر منځ د سولې تړون اوس عملي کیدای شي. د سنا وروسته اوس د دغه هیواد پارلمان هم دغه تړون تصویب کړی دی. د پارلمان په دواړو خونو کې د دغه تړون په مخالفت کې کومه رای نه ده کارول شوې، ځکه محافظه پاله اپوزیسیون د احتجاج له کبله په دغه رای کې برخه نه وه اخیستې. له دغه تړون سره ښایي د لویدیځي امریکا په دغه هیواد کې تر پنځوسو کلونو زیاتې جگړې ته د پای ټکی کښیودل شي.
په چین کې د بشري حقونو فعالان نیول شوي
په چین کې د مدني مدافع وکیل جیانگ تیان یونگ تر نیول کیدو وروسته د بشري حقونو دوه نور فعالان نیول شوي. د بشري حقونو د سازمان په وینا د مدني فعالانو او انتقادي انټرنیټ پاڼو چلونکي هوانگ چي او لیو فایو نیول شوي دي. پر ۵۳ کلن هوانگ چي باندې د دولتي حاکمیت له مینځه وړلو تور پورې شوی دی. د بشری حقونو د څارنې سازمان هیومن رايټس واچ څخه مایا وانگ انديښنه څرگنده کړې ده چې ښایي دا د تعقیب یوه نوې څپه وي.
الوتکې ښایي د تیلو د کمي له کبله سقوط کړی وي
په کولمبیا کې د یوې الوتکې د سقوط وروسته داسې قوي شواهد پیدا شوي چې الوتکه د تیلو د کمي له کبله رانسکوره شوې ده. له هوایي ډگر سره د مخابراتي تماس یوه برخه چې خپره شوې ده، پکښې پیلوټ د تیلو د ستونزې څخه یادونه کړې ده. بیا وروسته پیلوټ د تیلو د ستونزې له کبله د ناستې د لومړیتوب غوښتنه کوي. خو دغه اړیکه وروسته له هغې قطع کیږي چې پیلوټ په بیړه د الوتکې د ناستې له پاره د یوه مسیر غوښتنه کوي.