مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په کابل کې چاودنې ۲۷ تنه ووژل
د کابل په لویدیځه څنډه کې د شیعه مسلمانانو په باقر العلوم مسجد کې د پولیسو د وینا له مخې ځانمرگي برید لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او ۳۵ تنه ټپیان کړي دي. د خبري آژانسونو د رپوټو له مخې دغه چاودنه د عاشورا د څلویښتۍ د مراسمو د لمانځلو پر مهال رامنځ ته شوې ده. لا تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. طالبانو په پيښه کې لاس لرل رد کړي دي.
«پولیسو په فرانسه کې د برید مخه نیولې ده»
د فرانسوي چارواکو په وینا اووه شکمن کسان یې نیولي دي او د یوه بل برید مخنیوی یې کړی دی. په پاریس کې د دغه هیواد د بهرنیو چار وزیر برنار کازنو ویلي دي چې په دې سره «یو ترهگریز عمل» شنډ کړی شوی دی. زیاته شوې ده چې شکمن کسان د شتراسبورگ په الزاسي او د فرانسې په سویلي ښار مارسل کې نیول شوي دي. د هغوی عمرونه د ۲۹ او ۳۷ کلونو تر منځ ښوول شوي دي چې يو پکښې مراکش الاصله فرانسوی او یو افغان وگړی شامل دي.
انگلا مېرکل د څلورم ځل له پاره ځان د صدراعظمې څوکۍ ته کاندیدوي
د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل د څلورمې دورې له پاره هم ځان کاندیدوي. دغې ۶۲ کلنې په برلین کې ویلي دي چې د ۲۰۱۷م کال د مني په پارلماني ټاکنو کې به د آلمان د مسیحي دیموکرات گوند له لوري د صدراعظمۍ څوکۍ او د دغه گوند مشرۍ ته هم ځان کاندید کړي. تر دې دمخه د څو میاشتو راهیسې دا اټکلونه کیدل چې انگلا مېرکل به د یوې څلورمې دورې له پاره بیا ځان کاندید کړي.
فرانسه کې فیون د ولسمشرۍ له پاره د کاندیداتورۍ مقدماتي ټاکني گټلي
په فرانسه کې د ۲۰۱۷م کال له پاره د محافظه پالو په منځ کې د ولسمشرۍ د کاندیتوب مقدماتي ټاکنو لومړني پړاو حیرانونکي پایله درلوده. د جمهوري غوښتونکو د خپلمنځي مقدماتي ټاکنو کې د انتظار بر خلاف پخواني صدراعظم فرانسوا فیون، لاس برتوب موندلی. هغه ۴۴ سلنه رایې گټلي دي. بل پخواني صدراعظم آلن ژوپه بیا ۲۸ سلنه رایې خپلې کړي دي. د یکشنبې په ورځ د دواړو کاندیدانو تر منځ د مقدماتي ټاکنو دوهم پړاو تر سره کیږي.
هند کې د اورگاډۍ د پیښې قربانیانو شمیر ۱۴۲ تنو ته لوړ شوی
په هند کې د اورگاډي د یوې خرابې پیښې په ترڅ کې د وژل شوو کسان شمیر ۱۴۲ تنو ته لوړ شوی دی. په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۲۰۰تنه ټپیان هم دي. د یکشنبې په سهار وختي د هند په شمالي ایالت اتر پردیش کې یو اورگاډۍ له پټلۍ څخه وتلی وو. په دغه ترڅ کې له ۱۴ څخه تر ۲۳ پورې واگونونه له پټلۍ څخه اوښتي وو او ځینې واگونونه په بشپړه توگه ویجاړ شوي وو. د پیښې پر مهال په اورگاډي کې ۲۵۰۰ سپرلۍ موجودې وې.