مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه تکرار شوه
اروپایي اتحادیه او غړي هیوادونه یې غواړي چې تر ۲۰۲۰م کاله پورې له افغانستان سره هر کال ۱،۲ میلیارده ډالر مرسته وکړي. دغه خبر د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسوولي فیدریکا موگیرني په بروکسل کې له افغانستان سره د بسپنه ورکوونکو هیوادونو د نړیوال کنفرانس په دوهمه ورځ ورکړ. هغې وویل چې د افغانستان وضعیت په پام کې نیولو سره نړیواله ټولنه د مرستو په برخه کې ستومانه شوې نه ده.
کابل کې چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي
د کابل پولیسو او عیني شاهدانو ویلي دي چې د دې ښار د گڼې گوڼې په یوه سیمه کې چاودنه شوې ده چې له کبله یې څلور کسان ټپیان شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې چاودنه پر هغه موټر شوې ده چې د کانونو وزارت کارکوونکي یې لیږدول. چاودنه د کابل پوهنتون او د افغانستان د پارلمان پخوانۍ ودانۍ ته نزدې شوې ده. په ټپیانو کې یوه ښځه او درې نارینه شامل دي.
د کندز په اطرافو کې په دریمه ورځ هم جگړه روانه ده
په کندز ولایت کې د طالبانو د یرغل له پیل راهیسې په دریمه ورځ هم جگړې ادامه لري. د کندز ولایت د والي ویاند حمدالله دانش ویلي دي چې ځانگړو امنیتي ځواکونو، په شخصي کورونو کې پټ شوي طالبان تیښتې ته اړ کړي، چې په وینا یې دغه ترڅ کې ډیر شمیر طالب جنگیالي وژل شوي هم دي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې ښار اوس خوندي دی.
سوریه کې د داعش تر کنترول لاندې سیمه کې بمبارۍ ډیره مرگ ژوبله اړولې
د سوریې په شمال کې د افراطي ډلې اسلامي دولت یا داعش تر کنترول لاندې سیمه کې پر یوه کلې باندې د هوایي بمبارۍ په ترڅ کې ۱۳ تنه وژل شوي دي. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي ویلي دي چې په دغه بمباریو کې ۶۰ تنه ټپیان شوي هم دي. د هغوی په خبره دا چې د ډیر شمیر ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی، نو ښايي د وژل شوو کسانو شمیر لا پسې لوړ شي.
مېرکل: د بالکان لارې تړلو کومه ستونزه حل نه کړه
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل یو ځل بیا د بالکان د لارې تړلو باندې انتقاد کړی دی. انگلا مېرکل «دي څایټ» په نامه اوونیزې مجلې ته ویلي دي چې دغه گام د «اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د یوه تړون څخه تر مخه اوونیو کې عملي شو، چې له کبله یې آلمان ته د راتلونکو کډوالو په شمیر کې کمی راغی خو د دې پر ځای ۴۵۰۰۰ مهاجر یونان ته ورسیدل.»
مدیترانې سمندرگي کې ۴۶۵۵ کډوال ژغورل شوي
د سه شنبې په ورځ د لیبیا او سڅیلیا تر منځ د مدیترانې په سمندرگي کې د ۳۳ ماموریتونو په ترڅ کې ۴۶۵۵ مهاجر ژغورل شوي. دغه خبر ایټالوي ساحلي څارونکو ورکړی دی. پر دې سربیره ۲۸ جسدونه هم موندل شوي دي. د ژغورنې په دغو چارو کې د ایټالیې د سمندري ځواکونو تر څنگ د ایرلنډ سمندري ځواکونو او همداشان د اروپایي اتحادیې د پولې ساتنې ادارې «فرونټکس» او همداشان نورو مرستندویه سازمانونو او داوطلبوکسانو برخه درلوده.