مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
«افغان امنیتي ځواکونو په کندز کې پرمختگ کړی»
افغان پوځ د چارواکو په حواله په کندز کې د طالبانو پر ضد جگړه کې پرمختگ کړی. د افغان ځانگړو ځواکونو ویاند عبدالقیوم نورستاني ویلي دي چې اوس وضعیت کې ښه والی راغلی دی. د دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو پر کندز ښار باندې له څو اړخونو یرغل وکړ او یو شمیر سیمې یې ونیولي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا له طالبانو څخه درې سیمې په بشپړه توگه بیرته آزادې کړی شوي دي.
په نړۍ کې ۳۸۵ میلیونه ماشومان په سخته بې وزلۍ کې ژوند تیروي
د نړۍ په کچه ۳۸۵ میلیونه ماشومان په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي. دغه څه د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسیف او د نړیوال بانک د یوې څیړنې پایله ده. د دوشنبې په ماښام په نیویارک کې په خپور شوي دغه رپوټ کې راغلي دي چې د دغو ماشومانو زیاتره یې د افریقا د صحرا په سویل او همداشان د آسیا په سویل تر ټولو زیات بیا په هند کې ژوند کوي.
شتاین مایر: د کډوالو ستونزې ته په گډه باید حل لاره ولټول شي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر له خپل سلواکي سیال میرسلاوو لایچاک سره د کډوالو موضوع ته په گډه د یوې اروپایي حل لارې د موندلو غوښتنه کړې ده. دغه غوښتنه په هنگري کې د پناه غوښتنې ضد ریفرنډم وروسته تر سره شوې ده. شتاین مایر ویلي دي چې ستونزه یوازې یو هیواد نه شي حل کولای، بلکې په وینا یې په گډه باید حل کړی شي.
امریکا له روسیې سره د سوریې په تړاو خبرې درولي دي
امریکا متحدو ایالاتو له روسیې سره په سوریه کې د یوه اوربند په هکله خبرې اترې درولي دي. د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي دي چې دوی ټولې هڅې پر کار اچولې وې څو په سوریه کې د تاو تریخوالي لړۍ ته د پای ټکی کیښودل شي. خو د جان کربي په خبره روسیې خپل مکلفیت نه دی پوره کړی. مسکو بیا د خبرو اترو د ناکامۍ پړه پر واشنگټن وراچوي.
د اروپا پارلمان د پاریس د اقلیم تړون تصویب کړ
د اروپا پارلمان د پاریس د اقلیم تړون تصویب کړی دی او د هغې د تطبیقیدو لار یې پرانیسته. د گلخانه یي گازونو د افرازاتو د راکمیدو په تړاو د ۲۰۱۵م کال د پاریس د اقلیم د تړون په پلویتوب ۶۱۰ رای او په مخالفت کې ۳۸ رای وکارول شوې. ۳۱ رایې ممتنع وې. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د اروپایي اتحادیې له غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې تصویب شوی سند ژر په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په اختیار کې ورکړي.
د آلمان د پارلمان استازي د اینجرلیک له هوایي اډې څخه لیدنه کوي
د آلمان د پارلمان د ټولو فریکسونونو څخه اووه تنه استازي د سه شنبې په ورځ ترکیې ته په یوه درې ورځني سفر تللي، څو هلته د اینجرلیک په هوایي ډگر له آلماني سرتیرو څخه لیدنه وکړي. په دغه پلاوي کې د پارلمان د دفاعي جرگه گۍ اووه تنه غړي شامل دي. هغوی په پلازمینه انقره کې د پارلمان له غړو او حکومتي استازو سره خبرې اترې هم تر سره کړي.