مهم خبرونه له متن او انځور سره
د حج مراسم ادامه لري
د سعودي عربستان په مکه مکرمه کي حجيان د خپل سږني حج د مراسمو په پوره کولو مصروف دي. په دې ترڅ کي تقريبا يو نيم ميليون حجيانو د حج په مناسکو پېل کړی دی. له دغو يو نيم مليونو څخه تقريبا ۱،۳ ميليونه حجيان له نورو هيوادونو سعودي عربستان ته ورغلي دي. سږ کال د ايران له خوا و حج ته د خپلو اتباعو د نه لېږد او د سعودي عربستان سره پر دغه موضوع د لانجې له کبله دغه لمانځنې تر سيوري لاندي راغلي دي.
بنګله دېش کي چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې
په بنګله دېش کي د پاکټ جوړولو په يوه فابريکه کي د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۲ انسانان وژل سوي او ۷۰ نور ژوبل سوي دي. د پلازمېني ډاکه په شمال کي واقع د تونګي په نوم سيمي د دولتي روغتون يو ډاکټر ويلي دي چي ژوبل سوي اکثره کسان ژور سوځېدلي دي. د لومړيو معلوماتو له مخي دغه چاودنه د يوې بخارۍ د چاودلو له کبله رامنځ ته سوې او اور يې لګولی دی.
شټاين ماير د سوريې د اوربند د توافق هرکلی کړی
د روسيې او امریکا ترمنځ په سوريه کي د اوربند رامنځته کولو په اړه نړيوالو مثبت غبرګونونه ښوولي. د سوريې د اپوزيسيون ډلو هم په دې ترڅ کي محتاطانه خوشبيني څرګنده کړې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په برلين کي ويلي چي د امريکا او روسيې تر منځ د اوربند په هکله خبري اتري ډېري ستونزمني وې، ولي چي وضعه ډېره مغلقه ده.
سويلي کوريا پر شمالي کوريا د لا سختو بنديزونو غوښتنه کړې
سويلي کوريا د دې غوښتنه کوي چي پر شمالي کوريا لا سخت بنديزونه ولګول سي. دا له هغه وروسته چي شمالي کوريا يو ځل بيا د اټومي بم ازموينه تر سره کړه. په سيول کي د سويلي کوريا د بهرنيو چارو وزير وويل چي د شمالي کوريا پر وړاندي له دې کبله د لا سختو بنديزونو د لګولو اړتيا سته، څو هغوی دې ته مجبوره سي چي خپل استقامت بدل کړي.
په ايران کي دوې نوي اټومي بټۍ جوړيږي
ايران او روسيې د ايران په بوشهر کي د دوو نوو اټومني بټيو جوړول پيل کړي دي. د دغو بټيو پر جوړولو به تقريبا لس ميليارده ډالره مصرف راځي او تعميراتي کارونه به يې لاس کاله دوام ولري. د يادو بټيو په هکله ويل سوي دي چي هره يوه به يې زر مېګاواټه قوي وي. د روسيې د اټومي ادارې «روس اټوم» رئيس ويلي دي چي د يادو بټيو جوړول به په ټوله نړۍ کي د سوليزه هستوي انرژۍ په بازار کي د روسيې مقام تقويه کړي.