مهم خبرونه له متن او انځور سره
زابل کې ترافیکي پیښې ۳۵ تنه ووژل
د افغانستان په زابل ولایت کې یوې ترافیکې پیښې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژلي دي. د چارواکو په وینا د سپرلیو یو سرویس موټر د نفتو له یوه ټانکر سره جنگیدلی دی چې له کندهار څخه کابل ته پر لاره وو. زیاته شوې ده چې دواړو موټرو اور اخیستی. د رپوټونو له مخې د قربانیانو په ډله کې چې ماشومان او ښځې پکښې هم شامل دې د سوځیدو له کبله ځینې جسدونه نه پیژندل کیږي. په پیښه کې نور ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي.
مېرکل له اردوغان سره د جي -۲۰ سرمشریزي په څنډه کې لیدلي
د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل اټکل کوي چې د ترکیې د انجیرلیک هوایي ډگر ته به د آلمان د پارلمان د استازو پر ورتگ بندیز چې له آلماني سرتیرو څخه لیدنه کوې ژر لیرې کړی شي. انگلا مېرکل په چین کې د جي - ۲۰ د سرمشریزي په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر خبرو اترو وروسته ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به په دې تړاو مثبت خبرونه ورکړل شي.
په چین کې د جي - ۲۰ سرمشریزه پېل شوه
د چین په هانگژو ښار، کې د جي - ۲۰ سرمشریزه نن پېل شوه. د نړۍ د شلو پرمختللو صنعتي او د صنعتي کیدو په درشل کې د هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران په دغه غونډه کې تر ټولو زیات د اقتصادي ودې د موضوع په هکله بحثونه کوي. پر دې سربیره د دغه سرمشریزې په څنډه کې پر روانو کړکیچونو هم خبرې اترې کیږي. په ځانگړې توگه د اوکراین کړکیچ او د سوریې کورنۍ جگړه.
سوریه کې یوه اوربند پر سر توافق ته د نزدې کیدو خبره شوې
په سوریه کې د یوه اوربند په هکله د څو اوونیو خبرو اترو وروسته د امریکا متحدو ایالاتو او روسیې تر منځ د یوه توافق د رامنځ ته کیدو اشاره ورکړل شوې ده. د جي - ۲۰ د سرمشریزي په څنډه کې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي چې ډیر جزئیات روښانه کړی شوي دي. خو لا هم یو شمیر سختې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرگي ریاب کوف ویلي دي چې یوه توافهم ته نزدې شوي دي.
پوتین او اردوغان د دوه اړخیزو اړیکو پر سر خبرې وکړې
په چین کې د جي - ۲۰ د سرمشریزي تر پیلیدو دمخه د روسیې او ترکیې ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د بیرته پیلیدو پر سر خبرې اترې کړي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې لا هم ډیر کار ته اړتیا ده، څو په بشپړه توگه اړیکې بیرته ټینگې شي او په وینا یې دا څه هغه وخت امکان لري چې په ترکیه وضعیت بیرته عادي شي. د ترکیې ولسمشر تر ټولو زیات له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې همکاري پیاوړي کول غواړي.