مهم خبرونه له متن او انځور سره
ولسمشر غني په افغانستان کې د ډیر شمیر امریکایي سرتیرو د پاتې کیدو هرکلی وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د هغې پریکړې هرکلی کړی دی چې له مخې یې تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتیري پاتې کیږي. ولسمشر غني د ټویټر په پیغام کې دغه پریکړه د دواړو هیوادونو تر منځ «د گډ دښمن پر ضد مبارزه او د سیمې د ثبات د پیاوړي کولو له پاره» د یوې دوامدارې نخښې په توگه یاده کړې ده.
یو کال تر مخه له ډوبې شوې کښتۍ څخه ۲۱۷ جسدونه راایستل شوي
ایټالوي سمندري ځواکونو د هغې کښتۍ له پاتې شویو برخو څخه ۲۱۷ مړي راایستلي دي چې یو کال مخکې په اپریل میاشتې کې ډوبه شوې وه او په سلونو مهاجرو پکښې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. تیره اوونۍ د دغې کښتۍ باقې پاتې برخې د سمندرگي له تل څخه راایستل شوې وې. د دغو جسدونو چې تر یوه کال د زیاتې مودې له پاره په کښتۍ کې پاتې ول د عدلي طب معاینات په سیڅلیا کې تر سره کیږي.
میرکل په ختیځې اروپا کې د ناټو د حضور د پراخیدو له پلان دفاع وکړه
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د اروپا په ختیځو هیوادونو کې د ناټو ځواکونو د ځای پر ځای کولو له پلان څخه دفاع کړې ده. د ناټو د سرمشریزې تر مخه په پارلمان کې په یوه حکومتي اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا بسنه نه کوي چې عسکر په یوه بیړني حالت کې ژر ځای پر ځای کړل شي. زیاته شوې ده چې د ناټو اتحاد باید په بالتیک حوزې او پولنډ کې پیاوړی حضور وښيي. د میرکل په خبره دلته «د یوې ژورې دفاعي طرحې» موضوع مطرح ده.
په لیبیا کې موټر بم چاودنې ۱۲ تنه ووژل
د لېبیا په بن غازي ښار کې د یوه موټر بم د چاودنې په پایله کې ۱۲ عسکر وژل شوي دي. د پوځي کړیو په حواله دغو عسکرو له هغو ډلو سره تعلق لره چې د لیبیا په ختیځ کې د تندلارو اسلامپالو پر ضد جنگیږي. پر دې سربیره د (NOC) په نوم د نفتو دولتي شرکت له وسله والو ډلو سره د هغوی تر کنترول لاندې د تیلو د دوو سترو زیرمو د کنترول د بیرته اخیستلو په موخه مذاکرات کوي.
په بنگله دیش کې څلور تنه وژل شوي
په بنگله دیش کې د چاودیدونکو توکو د انفجارونو او نښتې په پایله کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دی چې په ډله کې یې دوه تنه پولیس او یو شکمن عامل شامل دی. د بنگله دیش د حکومتي ادارو د وینا له مخې دغه پیښه د پلازمینې ډهاکه څخه سل کیلومتره وړاندې د کشور گنج په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. دغه پيښه عیدگاه ته څیرمه چې خلکو د اختر لمونځ کاوه رامنځ ته شوې ده.