مهم خبرونه له متن او انځور سره
د عراق فلوجه ښار د نیولو له پاره جگړه ادامه لري
د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش څخه د فلوجه ښار د بیرته نیولو له پاره د عراق د پوځ ځانگړو قطعاتو حمله پېل کړې ده. د عراق د پوځ یوه استازي ویلي دي چې پوځ له درو اړخونو څخه یرغل کړی دی. د تیرې دوشنبې له ورځې راهیسې د عراق پوځ چې د متحدو ملیشو او د امریکا په مشرۍ د یوه پوځي ائتلاف له هوایي ملاتړ څخه برخمن دی له داعش څخه د دغه ښار د نیولو هڅه کوي.
بغداد کې چاودنو ۲۱ تنه وژلي دي
نن د دوشنبې په ورځ په بغداد کې د یو شمیر بمي بریدونو په ترڅ کې تر ۲۰ زیات انسانان وژل شوي او شا او خوا ۵۰ تنه ټپیان شوي دي. د پولیسو او روغتون د معلوماتو له مخې درې بمونه چاودلې دي. د ښار په الشعب سیمه کې چې شیعه مسلمانان پکښې مېشت دي چاودنې ۱۲ تنه وژلي دي. همداشان په سني میشته سیمه ترمایه کې د چاودیدونکو توک ډک موټر انفجار هم اووه تنه وژلي دي. د دوو بریدونو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.
د سوریې د اپوزیسیون مشر مرکچې له خپلې دندې لاس اخیستی
په ژنیو کې د سوریې د رژیم د مخالفینو مشر مرکچي محمد علوش له خپلې دندې لاس په سر شوی دی. هغه د خپل گام په استدلال کې ویلي دي چې دی د سولې هڅې ناکامه بولي. محمد علوش د یاغیانو د جهاد الاسلام، په نوم د سلفي ډلې مخکښ غړی دی. د ټویټر په پیغام کې هغه د سوریې د رژیم نه سازش او پر ملکیانو باندې د بریدونو ادامه باندې انتقاد کړی دی. علوش پر نړیوالې ټولنې تور لگولی دی چې هغوی خپلې پریکړې نه شي تطبیقولی.
د ایدومیني د کمپ تر خالي کیدو وروسته نور خپلسري کمپونه جوړ شوي دي
د یونان په ایدومیني کې د مهاجرو د غیر قانوني کمپ د خالې کولو وروسته اوس د دغه هیواد په شمال کې نور په خپلسري توگه مهاجر کمپونه جوړ کړی شوي دي. د یونان د یوه تلویزون د رپوټ په حواله لا هم په زرونو مهاجر د مقدونیا پولې ته څیرمه پراته دي. زیاته شوې ده چې هغوی د تیلو ټانکونو او هوټلونو ته څیرمه په آزادو ځایونو کې خیمې وهلي دي. پولیس د شا او خوا ۴۰۰۰ تنو څخه یادونه کوي، چې لا هم په دغه سیمه کې پاتې دي.
په آلمان کې خرابې هوا او سیلابونو درې تنه وژلي دي
د آلمان په سویل لویدیځ کې خرابې هوا او سیلابونو درې کسان وژلي دي. د بادن وورتمبېرگ، د کورنیو چارو ایالتي وزیر ویلي دي چې تر ټولو غمجنه پیښه دا ده چې د ژغورنې په چارو کې د اطفایې د عملې یو تن هم وژل شوی دی. زیاته شوې ده چې هغه کس چې د ژغورل کیدو هڅه یې کیده، هم ښایي وژل شوی وي. د هایل برون په وایسبخ کې هم یو کس تر ځمکې لاندې گراج کې په اوبو کې غرق شوی دی.