مهم خبرونه له متن او انځور سره
اوباما اټکل کوي چې طالبان به د تاوتریخوالي ستراتیژۍ ته ادامه ورکړي
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما نن د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې دی اټکل کوي چې طالبان به د خپل نوي سخت دریځه مشر تر ټاکل کیدو وروسته هم د خپلې تاوتریخوالې ستراتیژۍ ته ادامه ورکړي. بارک اوباما وړاندې ویلي دي چې هیواد یې غواړي د افغانستان له نازکې دیموکراسۍ ساتنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې دغه هیواد د اسلامي دولت نومې ډلې له خوا د یوې اډې په توګه وکارول شي.
په جاپان کې د جي-۷ غونډه پر کړکیچونو بحث کوي
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو چې ورته جي - ۷ هم وایي مشران د جاپان تفریحي ټاټوبي ایسه شیما کې د خپلې کلنۍ غونډې له پاره راټول شوي دي. د لومړنۍ ورځې د غونډې په اجنډا کې د نړۍ د اقتصاد غوړیدو او د آسیا وضعیت په ځانگړې توگه د شمالي کوریا سره شخړه مهمې موضوعات دي. پر دې سربیره په اروپا کې د مهاجرو کړکیچ او د سوریې او اوکراین د کړکیچونو په هکله هم سلا مشورې کیږي.
د سوریې له خلکو سره د بشري مرستو نوې هڅې
روسیه او لویدیځ د سوریې د خلکو له پاره د بشري مرستو په برخه کې تر هغې ډیر کار کوي، چې تر اوسه یې په هکله معلومات موجود وو. د «راینشه پوست» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې د تخنیکي لحاظه ښه پروازونه په پام کې نیول شوي دي چې له ۶۰۰۰ متره لوړوالي څخه به د ځانگړو پراشوتونو په واسطه د مرستې توکي له هوا څخه غورځول کیږي.
حماس په عامه محضر کې اعدامونه په پلان کې لري
د غزې په تراړه کې واکمنې حماس ډلې په فلسطیني سیمو کې په عامه محضر کې اعدامول پلان کړي. دغه ډول مقررات د حماس د استازو له لوري منظور کړی شوي دي. دا له هغه سره په تناقص کې دي چې د اعدام ټول حکمونه باید د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمد عباس له لوري منظور شي. خو د فلسطین د خپلواکمنې ادارې حکومت پر دغه څه باندې د یوه «غیر قانوني» گام په توگه نیوکه کړې ده.
د لیبیا ساحل ته څیرمه د کښتې د ډوبیدو په پيښه کې ۲۰ تنه وژل شوي
د لیبیا ساحل ته څیرمه د مهاجرو یوه بله کښتۍ ډوبه شوې ده. د اروپایي اتحادیې د EUNAVFOR MED په نوم ماموریت یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د کښتۍ د اوښتو په دغه پیښه کې ښایي له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. زیاته شوې ده چې د لرگیو په دغه کښتۍ کې شا او خوا ۱۰۰ تنه سپاره ول. د یوې هسپانوۍ کښتې له لوري تر ۵۰ پورې کسان ژغورل شوي دي او لا هم د ژغورنې چارې ادامه لري.
د اوکراین په ختیځ کې د سولې د خبرو د پرمختگ په اړتیا ټینگار
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د اوکراین په ختیځ کې د سولې په هڅو کې د پرمختگ پر اړتیا باندې ټینگار کړی دی. د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستوال په لیتوانیا کې ویلي دي چې له دغه څه سره د اروپایي اتحادیې له لوري د بندیزونو نرمول هم تړلي دي. خو هغه زیاته کړې ده چې بندیزونه په خپله نه ختمیږي.