مهم خبرونه له متن او انځور سره
په یمن کې په سختو نښتو کې ۶۰ تنه وژل شوي دي
په یمن کې د حکومتي پلوو ځواکونو او یاغیانو تر منځ د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د سختو نښتو په ترڅ کې په تیرو څو ورځو کې ۶۰ جنگیالي وژل شوي دي. د یمن د پوځ یوه استازي د ولسمشر عبد ربو منصور هادي د پلویانو لور ته د یوې عام وژنې څخه یادونه کړې ده. د هغه په وینا د سه شنبې له ورځې راهیسې د حکومتي پلوو ځواکونو په لیکو کې ۴۵ تنه وژل شوي دي. همداشان ۱۵ شیعه یاغیان هم وژل شوي دي.
په فرانسه کې یو افغان مهاجر لارۍ وهلی
د فرانسې په کالې ښار کي د مهاجرو کمپ په اطرافو کې یو افغان مهاجر مړ شوی دی. لکه څرنگه چې فرانسوي چارواکو خبر ورکړی دی دغه ۲۲ کلن د A ۱۶ په نوم لویه لار کې یوه لارۍ موټر وهلی دی. ژغورنکي ډله سهار وختي شپږ بجې دغه کس ته وررسیدلي ده خو د هغه ژوند نه دی ژغورل شوی. د چارواکو په وینا د لارۍ د موټروان د لټون هڅې ادامه لري. د تیر کال له جون میاشتې راهیسې د کالې په سیمه کې ۲۰ مهاجر مړه شوي دي.
د مدیترانې له لارې ایټالیې ته د مهاجرو د تگ لړۍ گړندی شوې ده
د مدیترانې د سمندرگي له لاري ایټالیې ته د مهاجرو هجوم مخ پر ډیریدو دی. د ایټالوي چارواکو د وینا له مخې ساحلي څارونکو یوازې د چهارشنبې په ورځ له کښتیو څخه ۱۴۰۰ مهاجر ژغورلي دي. نور ۳۵۰ انسانان چې احتمالا د زیاترو یې عمرونه له قانوني سن څخه ټیټ دي، په سیڅلیا کې په یوه کښتې کې موندل شوي دي.
ترکیې بیا سوریایي کردانو ته گواښ کړی
ترکیې یو ځل بیا په سوریه کې کردي سازمانونو په درنو وسلو د ويشتلو گواښ کړی دی. د «حریت» په نوم ترکي ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د ترکي پوځي کړیو له قوله رپوټ ورکړی دی چې داسې نخښې نښانې شته چې کردان د سوریې په شمال کې د ستراتيژیک لحاظه مهم ښار منبج نیول غواړي. زیاته شوې ده که چیرې دغسې یو اقدام پېل شي نو درنې بمبارۍ به پرې پیل کړي.
په دینهاک کې د جزا نړیوالې محکمې یوه تورن ته برائت ورکړی دی
په دینهاگ کې د ملگرو ملتونو ځانگړې محکمې سخت دریځي ناسیونالیست وایسلاف شیشل ته چې د بشریت ضد جنایتونو له کبله پر دعوا شوې وه، برائت ورکړی دی. د دغه ۶۱ کلن په غیاب کې د محکمې یوه قاضي د حکم اورولو پرمهال وویل چې په دې ډول نوموړی یو آزاد کس دی. د بالکان د جگړې پر مهال د ده د نقش له کبله د هغې پر ضد شوي نهه دعوې لیرې کړی شوي دي.