مهم خبرونه له متن او انځور سره
په لیبیا کې د یوه احتمالي پوځي ماموریت له پاره چمتووالی
اروپایي اتحادیه او ناټو د لیبیا د یوه احتمالي پوځي ملاتړ له پاره چمتووالی نیسي، خو کله چې په دغه هیواد کې د ملي یووالي حکومت جوړ شي. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرگ، په امستردام کې د اروپایي اتحادیې د دفاعي چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې څرگنده کړه چې «ناټو چمتو» ده. د امریکا متحدو ایالاتو د معلوماتو له مخې په دغه شمالي افریقایي هیواد کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» شا او خوا ۵۰۰۰ جنگیالي شته.
د سوریې په شمال کې په لسگونو زره خلک په تیښته دي
د سوریې په شمال کې د حکومت پلوو عسکرو د پرمختگ له کبله په لسگونه زره انسانان د تيښتې په حال کې دي. دغه خبر اپوزیسیون ته نزدې لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ورکړی دی. د سوریې گاونډي هیواد ترکیه د هغې د خپلو معلوماتو له مخې پولې ته د ۷۰۰۰۰ نوو کډوالو د راتگ اټکل کوي. لکه څرنگه چې د ترکیې صدراعظم، داود احمد اوغلو خبردارې ورکړی، لا تر مخه لس زره مهاجر د کیلیس پر پوله انتظار باسي.
په مالي کې پر پوځي اډه یرغل شوی
د مالي هیواد په شمال تیمبوکتو کې یاغیانو پر یوې پوځي اډې او د ملگرو ملتونو پر یوه سوله ساتي ماموریت باندې برید کړی دی. د دغه هیواد د پوځ يوه ویاند ویلي دي چې لومړی شکمنو افراطي اسلامپالو د عسکرو د تالاشۍ پوستې مخې ته موټر بم چاودنه کړې ده. زیاته شوې ده چې تر هغې وروسته پر دغه اډه باندې یاغیانو هجوم وروړی چې پکښې زیاتره د نایجیریا هیواد عسکر میشت دي. ويل شوي چې یاغیان په اډه کې پټ شوي دي.
د ناروغې چینایي خبریالې له هیواد څخه د وتلو له پاره غوښتنه
د بشري حقونو ډلو په عاجل ډول آلمان ته د درملنې له پاره د مشهوري چینایي خبریالې او د دویچه ویله کارکوونکي گاوو یوو، د استولو غوښتنه کړې ده. دغسې یوه غوښتنه د بې سرحده ډاکټرانو، په چین کې د بشري حقونو او ایمنسټي انټرنیشنل په څیر سازمانونو په پیکینگ کې حکومت ته وړاندې کړې ده. دغه ۷۱ کلنه خبریاله د زړه او لمفاوي غدو له ناروغۍ څخه کړیږي.
له سوریې سره د نهو میلیاردو یورو ژمنې وشوې
د سوریې په هکله د لندن په کنفرانس کې بسپنه ورکوونکو هیوادونو په سوریه کې د بې وزلو کسانو او د هغې په گاونډیو هیوادونو کې مېشتو سوریایي مهاجرو د ملاتړ له پاره د شا او خوا نهه میلیارده یورو د ورکولو ژمنه وکړه. د دغو پیسو یوه لویه برخه آلمان ورکوي: یعني د آلمان حکومت به په راتلونکو درو کلونو له سوریې سره ۲،۳ میلیارده یورو مرسته وکړي.