مهم خبرونه له متن او انځور سره
په روزگان کې پولیس خپل لس ملگري وژلي دي
افغان امنيتي چارواکي وايي چي په روزگان ولايت کي یوه پولیس خپل لس ملگري وژلي دي. د روزگان ولایت د والي ویاند ویلي دي چې دغه پولیس لومړی خپل ملگري بې هوښه کړي دي او بیا یې وژلي دي. زیاته شوې ده چې دغه پولیس له تندلارو طالبانو سره لاس یو کړی او تر برید وروسته یې د قربانیانو وسلې هم له ځانه سره وړي دي. وسله والو طالبانو ویلي دي چې په دغه برید کې نهه تنه وژل شوي دي.
«ایران لا هم کم عمره د مرگ په سزا محکوموي»
د ایمنسټي انټرنیشنل یا د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا په ایران کې لا هم مجرمین د مرگ سزا له گواښ سره مخامخ دي، حتی که د لویدیځو قوانینو له مخې، د هغوی عمر قانوني سن ته رسیدلی نه وي یعنې تنکی ځوانان وي. د بخښنې نړیوال سازمان په انتقادي ډول ویلي دي چې په ایران کې اوس هم قانون د نجلۍ تر نهه کلنۍ او د هلک تر ۱۵ کلنۍ وروسته د اعدام اجزا ورکوي.
په سوریه کې چاودنې ۲۲ تنه وژلي دي
د سوریې په حمص ښار کې د یوه ځانمرگي برید په ترڅ کې د رسمي ارقامو له مخې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي. د دغه ښار والي ویلي دي چې د تالاشۍ پر یوه پوستې باندې موټر بم چاودنه تر سره شوې ده. زیاته شوې چې تر هغې وروسته ځانمرگي برید کوونکي خپل ځان الوزولی دی. همداشان په برید کې تر سلو زیاتو کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. افراطي ډلې «اسلامي دولت» د دغې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
«د سوریې په خبرو اترو کې دې کردانو بلنه ورکړل شي»
د سوریې د سولې د خبرو اترو تر ځنډیدو وروسته، روسیې یو ځل بیا پر خپلې دې غوښتنې ټینگار کړی دی چې سوریایي کردان دې په دغو خبرو اترو کې شامل کړی شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، په مسکو کې د خبریالانو پر وړاندې وویل چې کردان د سوریې د نفوس ۱۵ سلنه جوړوي او له دې کبله د هغوی پرته به خبرې اترې د قبلیدو وړ کومه پایله ور نه کړي.
چین د بشري حقونو سویډني فعال آزاد کړی
چین د بشري حقونو یو فعال درې اوونۍ وروسته بیرته آزاد کړی دی او هغه له دغه هیواد څخه وتلی دی. دغه خبر په پیکینگ کې نن د سه شنبې په ورځ د سویډن د سفارت یوه ویاند تائید کړی دی. ۳۵ کلن پېتر دالن تایلند ته تر سفر کولو وروسته په سملاسي توگه لادرکه شو.