مهم خبرونه له متن او انځور سره
پیښور ته څیرمه د برید د قربانیانو شمیر ۱۱ ته لوړ شوی
پیښور ته څیرمه د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې د ځانمرگي برید په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر یوولس تنو ته لوړ شوی دی. د چارواکو په وینا دغه برید تر شلو زیات کسان ټپیان کړي هم دي. په وژل شوو کسانو کې پنځه امنیتي ځواکونه او یو خبریال دی. د یوه ځایي روغتون ویاند ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
ترنادو، د شپې د الوتنې اجازه نه لري
په سوریې او عراق کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد پوځي ماموریت کې د آلمان پوځ د شپې له خوا تورنادو، الوتکې د اکتشافي الوتنو له پاره نه شي کارولي. د «بېلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د هوایي ځواک له قوله په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې دغه الوتکه پر نوي سافټ ویر او هارډویر باندې د سمبالیدو له کبله په کاکپېټ کې دومره رڼا منعکسوي چې د شپې له خوا یې په ماموریت کې کارول امکان نه لري.
د مهاجرو د ثبتیدو د مرکزونو د جوړولو چارې گړندۍ کیږي
اروپا ته د مهاجرو د راتگ نه دریدونکي بهیر ته په کتو سره، اروپایي اتحادیه د مهاجرو د ثبتولو له پاره د پلان شوو مرکزونو د جوړولو کار گړندی کوي. د اروپایي اتحادیې د کډوالو چارو کمیسار د «زیود دویچه څایټونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې په یونان او ایټالیا کې پلان شوي مرکزونه به په راتلونکو څلورو اوونیو کې گټې اخیستنې ته چمتو وي.
«زیرک تلیفونونو بیټرۍ جوړونکي له ماشومو کارگرو گټه اخلي»
د ایمنسټې انټرنیشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان په وینا د مشهورو زیرک تلیفونونو او لېپ ټاپونو په بېټرۍ جوړولو کې د کانگو جمهوریت د ماشومو کارگرو کار شامل دی. د ایمنسټې په وینا د دغه افریقایي هیواد په سویلي برخه کې د کوبالت په کوچنیو معدنونو کې په زرونو ماشومان چې تر قانوني سن یې عمرونه کم دي او ځینې یې یوازې آن اووه کلن دي او تر ناوړه شرایطو او بې له امنیتي آسانتیاوو کار کوي.
په لېبیا کې د ملي یووالي حکومت جوړ شو
په لیبیا کې د سولې د یوه پلان تر لاسلکیدو څه د پاسه یوه میاشت وروسته د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شوی دی. د ملي یووالي حکومت د خپل فیسبوک پر پاڼه خبر ورکړی دی چې د ۳۲ وزیرانو لرونکي کابینې مشري به د سوداگر فیاض السراج پر غاړه وي. د لبېیا له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي مارتین کوبلر د حکومت د جوړیدا هر کلی کړی دی.