مهم خبرونه به متن او انځور کې
د فرانسې پولیس د شکمنو عاملینو په لټه کې دي
په پاریس کې د بریدونو وروسته چې ۱۲۹ کسان یې ووژل، پولیسو د ترهگرو د شکمنو مرستو کوونکو لټون ته ادامه ورکړې. په دې ترڅ کې ډیری نخښې نښانې بلجیم ته رسیږي. د پاریس څارنوال ویلي دي چې دوه وژل شوي برید کوونکي فرانسویان دي چې په وروستیو وختونو کې یې په بلجیم کې ژوند کاوه. په دې ترڅ کې د بلجیم عدلي ادارې د ځانمرگو برید کوونکو د شپږویشت کلن ورور د نیولو له پاره نړیوال امر صادر کړی.
ترکيي چارواکي وایي چې د یوه برید مخه یې نیولې ده
د ترکیې د حکومت د معلوماتو له مخې تحقیق کوونکي د جمعې په ورځ پر دې توانیدلي دي چې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» د یوه برید مخه ونیسي. د حکومت یوه استازي ویلي دي چې د جمعې په ورځ په استانبول کې پنځه شکمن کسان نیول شوي دي، چې پکښې د اسلامي دولت، ډلې د یوه مشهور بریتانوي جنگیالي «جهادي جان» یو نزدې باوري کس هم شامل دی.
فرانسې په ترکیه کې د «اسلامي دولت» مورچلې په نخښه کړي
په پاریس کې د ترهگریزو بریدونو د تر سره کیدو شا او خوا ۴۸ ساعته وروسته، فرانسې په سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» د مورچلو پر ضد درنې هوایي بمبارۍ پیل کړي دي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې لس جنگي جېټ الوتکو د اسلامي دولت په پوخ سنگر رقه کې، هدفونه په نخښه کړي دي. زیاته شوې ده چې په دغو بمباریو کې د قوماندۍ یو مرکز او همداشان د مهماتو او د جنگیالیو یو روزنیز مرکز له منځه تللي دي.
په بیروت کې پولیسو د چاودنو په تړاو نهه شکمن کسان نیولي دي
تیره اوونۍ په بیروت کې د غبرگونو چاودنو وروسته اوس پولیسو نهه شکمن کسان نیولي دي. دغو چاودنو تر ۴۰ زیات کسان وژلي وو. د لبنان د کورنیو چار وزیر نهاد المشنوق، د معلوماتو له مخې په نیول شوو کسانو کې اووه سوریایان او دوه لبنانیان دي. پر یوه لبناني باندې تور دی چې په قاچاقي توگه یې سوریایي وگړي خپل هیواد ته راوستي دي.
د جي ـ ۲۰ په غونډه کې د تروریزم پر ضد د گډې مبارزې هوډ
نن د ترکیې په بیلیک سیمه کې د جي - ۲۰ دوه ورځنۍ سرمشریزه پای ته رسیږي. د ۲۰ سترو صنعتي او د پراختیا په درشل کې د هیوادونو دغه غونډه د پاریس د بریدونو تر سیورې لاندې تر سره کیږي. د یکشنبې په ماښام د دولتونو او حکومتونو مشرانو د نړیوال تروریزم پر ضد د مبارزې په هکله سلا مشورې وکړې. ویل شوي دي چې پر نورو سربیره باید د استخباراتو ادارو گډ کار ښه کړی شي.