مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
برما:په زرهاوو انسانان د جنگونو څخه په تیښته کي دي
د برما په شمال غرب کي جنگونه په مخ پرډیردونکي ډول سره ډیر انسانان تيښتي ته مجبوره کوي. حکومت د خپلو معلوماتو پراساس ۴۰۰۰ غیرمسلمانان د امن ځایونو ته انتقال کړي دي. د روهنگیا مسلمانانو اکثره کسان بیا ددغو جنگونو په سبب بنگله دیش ته تښتیدلي دي. د برما د پوځ او روهنگیا مسلمانانو ترمنځ جنگونه د ځايي اوسیدونکو په حواله دراکینه په منطقه کي دوام لري. تر اوسه پوري په دغو جنگونو کي ۹۸ انسانان وژل سوي دي.
د سوریې –لبنان په سرحد کي اوربند
په لبنان کي پوځ د اسلامی دولت ډلي سره په جنگ کي د اوربند اعلان کړئ دی. داردو یوه ویاند په بیروت کي ویلي دي، چي د سوریې سره په سرحد کي به د اوس دپاره اوربند رامنځته سي. ځکه پوځ غواړي ، د داعش سره د هغو عسکرو په باب خبري او معامله وکړي ، چه د دروکلو راهیسي یې یرغمل نیولي دي. هغه وخت داعش پرسرحدي منطقه عرسال باندي حمله کړې وه او لبناني عسکر یې یرغمل نیولي وه.
د سخت بادوطوفان سره مخامخ تکزاس یوه برخه تراوبو لاندي ده
سخت بادوطوفان«هېروې» د امريکا دمتحده ايالاتو د تکزاس ایالت اوسیدونکي د لا ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کوي. مسلسل بارانونه د تکزاس یوه برخه تراوبو لاندي کړې ده او پکښي تر اوسه پوري دوه انسانان وژل سوي هم دي. خصوصأ ددغه ایالت ساحلي ناحیه روک پورت د هېریکن سره ډیره مخامخ ده، چیري چه بادوطوفان سختي خرابۍ رامنځته کړي دي. تقریبأ ۲۳۰۰۰۰ کورنیو د مؤقت وخت دپاره برق نه درلودئ، او ډیر سړکان او کوڅې بندي سوي دي.
د بَکینگ هېم پرماڼۍ د حملې بل کس هم نیول سوئ دی
د لندن دبَکینگ هېم دماڼۍ مخته پرپولیسو باندي د حملې یو بل شکمن کس هم نیول سوئ دی. برتانوي پولیسو خبر ورکړی دی، چي پر نیول سوي کس باندي شک کیږي، د حملې په پلانولو، تیاري نیولو او یا لمسولوکي یې برخه درلوده. د توري په دغه حمله کي د جمعې په ورځ درې پولیس زخمیان سوي وه. حمله کونکئ تر پیښي وروسته نیول سوی دی او ورباندي د ترهگري قتل د کوښښ تور لگیدلئ دی.
میرکل د لیبیا سره د نورو مرستو وعده هم ورکړه
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د لیبیا سره د مهاجرينو پربحران د غالبیدو پخاطر د نورو کومکو وعده هم ورکړه. صدراعظمي «ویلټ ام زونټاگ» ورځپاڼي ته ویلی دي، چي اروپايي ټولنه غواړي د لیبیا ساحلي قواوي په لازمو وسایلو باندي مجهزي کړي، ترڅو خپل کارونه په سم ډول اجرأ کړي. میرکل پردې باندي هم ټينگار وکړ، چي اروپايي ټولنه دې ته ډیر اهمیت ورکوي، چي د لیبیا ساحلي قواوي بين المللي قوانین مراعت کړي.
د اقلیم ساتني فعالینو د سکرو د استحصال او سوځولو پرضد مظاهرې وکړې
د جرمني په راین لنډ کي د اقلیم ساتني فعالینو د سکرو د استحصالولو او سوځولو پرضد مظاهرې کړي دي. دانرژۍ یوه بل شرکت RWE هم مجبوره ؤ، چي د سکرو د یوې لويي دستگاه نویرات فعالیت تر یوه حده پوري متوقفه کړي، ځکه فعالینو دستگاه ته د سکرو د رسولو لاري بندي کړي وې. مظاهره کونکو پرخپلو شعارونه باندي کښل وه، چي دآخن، مونشن گلد باخ او کولون ښارونو ترمنځ د زاړه ځنگه د ونو پرې کیدل د سره خط څخه هم اوښتي دي.
مئ وېدر د مِک گریگور څخه د بوکس مسابقه وگټله
امریکايی بوکسر فلوید مئ وېدر د خپل بوکس پنځوسمه مسابقه هم وگټله. دغه ۴۰ کلن بوکسر په لاس ویگاس کي پرخپل ایرلینډی حریف کونور مِک گریگور باندی په لسمه دوره کي د تخنیکي ماتي په ورکولو سره غالبه او مسابقه یې وگټله. پدې ډول سره نو مئ ویدر په خپله اخري مسابقه کي هم مات نسو او همداسي قهرمان پاته سو.