مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ماکرا او نيتانياهو په فرانسه کي د وژل سوو یهودانو یاد وکړ
په پاریس کي د فرانسې جمهوررييس اِمانويیل ماکرا اواسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو ددوهم عمومي جنگ پروخت د یهودانو دډله ایزي وژنو او بندي کیدلو یاد وکړ. دواړو سیاستمدارانو د هغوی پریادگاري څلي -ویلو دروم دي وېر- باندي گلان کښيښول. په دغه ځای کی فرانسوي پولیسو د ۱۹۴۲ کال د جولای پر۱۶ او ۱۷ باندي د الماني اشغالگرو قواوو په امر ۱۳۰۰۰ یهودان سره جمع او کشتارگاوو ته ولیږل، چي تقریبأ گرده یې ووژل سول.
بیت المقدس: د الاقصی دمسجد د شاوخوا د جبل تپه بیرته خلاصه سوه
د بیت المقدس په زاړه ښار کي د الاقصی دمسجد او د هغه د شاوخوا د جبل تپه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي نن یکشنبه بیرته خلاصه سوه. دغه خبر د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو پرون شنبه ماښام ورکړ. دغه مقدس ځایونه هغه وخت وتړل سوه، کله چي د تیري جمعې په ورځ د الاقصی دمسجد سره نژدې په بيت امقدس کي دوې اسراييلۍ پولیسي د اسراييلي عربانو لخوا ووژل سوې او هغوی درې سره بیا د امنیتي قواوو لخوا ووژل سوه.
اردوغان د کودتاچیانو پرضد د سختو اقداماتو اعلان وکړ
په ترکیه کي یوکال دمخه د ناکامي کودتأ د قربانیانود يادوني په مراسمو کي جمهوررييس رجب طیب اردوغان یوواربیا اعلان وکړ،چي غواړي د اعدام جزأ رامنځته کړي. اردووان د پارلمان په مخکي نن یکشنبه سهاروویل،چي د اروپايي ټولني انتقادونه دئ ددې کار څخه نسي راگرزولای، په هغه صورت کي چي د ترکیې پارلمان د هغه مربوطه قانون تصویب کړي. مگرد اعدام دجزأ د بیرته رامنځته کیدو پخاطر باید په اساسي قانون کي تغیرات راسي.
د امریکا په سنأ کي د روغتیايي اصلاحاتو په باب مشورې وځنډیدلې
د امريکاد متحده ايالاتو په صحي سیسټم کي اصلاحات بیا هم ځنډیږي، د کوم کار دپاره چي جمهوررييس دونالد ترمپ مبارزه کوي. د امریکا د سنا د اکثریت رهبر میچ میک کونېل خبر ورکړ، چي په سنأ کي اصلاحاتو ته رايی ورکول بیا ځنډیدلي دي، ځکه چی امریکایي مشهوره سناتور جان میک کین ناجوړه دی. ویل کیږی ،چه د هغه یوه سترگه باید عملیات سي. د هغه رايي ته ځکه ضرورت دی، چي جمهوري غوښتونکي په سنأ کي ډیر لږ اکثریت لري.
په اکوادور کي د یوه بس په چپه کیدو کی سخته مرگ ژوبله رامنځته سوې ده
په اکوادور کي د یوه بس په چپه کیدو کی ۱۴ انسانان وژل سوي او نور ۳۰ ټپيان سوي دي. د جنوبي امریکا ددغه هیواد مسؤلو مقاماتو ویلي دي، چي د پایتخت کیتو او لا مانه ښار ترمنځ روان دغه بس د سړک څخه منحرف سوی او وروسته یې اور اخیستئ دئ. د ترانسپورټ د وزارت په حواله بس د چلولو شرایط نه وه پوره کړي او باید هیڅ حرکت یې نه وای کړئ.
سنیگال:د فټبال په یوه سټوډیم کي د وارخطايی له کبله مرگ ژوبله
د سنیگال د پایتخت داکار د فټبال په یوه سټوډیم کي د وارخطايی له کبله ۸ انسانان وژل سوي او تقریبأ ۶۰ نور زخمیان سوي دي. د سنیگال د سپورټ د وزیر -ماتار با- په حواله هغوی د تداوۍ دپاره روغتونو ته انتقال سوي دي. د سنیگال د دولتي خبري آژانس- APS په حواله خلگو د میدان ددواړو ټیمو د مینه والو تر منځ د اخوډبونو له کبله په تیښته کي سول او وارخطايی په راگډه سوه.