مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په ترکيه کي د برطرفه کیدو نوې څپه
په ترکيه کي نور ۷۵۶۳ دولتي مامورین برطرفه سوي دي. خبري آژانس انادولو د ترکيې د حکومت د یوه فرمان په حواله رپوټ ورکړی دی، چي په برطرفه سوو کسانو کي پولیس، عسکر او د وزارتو مامورین شامل دي. د جمهورریس رجب طیب اردوغان پرضد تر ناکامي کودتأ وروسته حکومت په ډیر شدت سره خپل مخالفین سرکوبه کوي. د ناکامي کودتأ څخه چه نن یې پوره یوکال تیریږي ، دهغه راهیسي تراوسه پوري تقریبأ ۵۰۰۰۰ انسانان بندیان سوي هم دي.
ترکيې، الماني وکیلانو ته د ناټو د نظامي قرارگاه څخه د لیدو اجازه ورنه کړه
ترکيې، د جرمني د پارلمان وکیلانو ته په قونیه کي د ناټو دنظامي قرارگاه څخه د لیدو اجازه ورنکړه. د جرمني خارجه وزارت د پارلمان د نظامي کميټې ۷ وکیلانو ته خبر ورکړی دی،چي انقرې د راتلونکي دوشنبې دپاره قونیې ته د هغوی د پلان سوي سفر د ځنډیدو غوښتنه کړې ده. قونیې ته د هغوی د سفرکولو نوې نیټه هم نده ښوول سوې. ترکيې، د سفر د ځنډیدو علت په اوس وخت کي ددواړو هیوادونو د مناسباتو خرابیدل ښوولئ دی.
مصري امنیتي چارواکي: پرجرمنيانو باندي حمله د داعش کار ؤ
د مصر په تفریحگاه الغردقه کي د چاړې پواسطه بریدکونکئ د اسلامی دولت ډلي غړی ؤ. په قاهره کي امنیتي چارواکو الماني خبري آژانس ته ویلي دي، چه بریدکونکي دداعش څخه د حملې دستور اخیستئ ؤ. د رپوټ په حواله دغه کس د مصر د شمال یو ۲۷ کلن محصل دی. خو دغه خبر تراوسه پوري رسمأ تایید سوئ ندی. یوه بریدکونکي پرون جمعه د الغردقه د تفریحگاه د یوه هوټل په ساحل کی دوې جرمنيانو په چړو ووژلې او څلور نوریې ټپیان کړل.
د سوريې د سولي په تازه کنفرانس کي هم پرمختگ ندی راغلئ
د سوريې د بحران د ختمیدو پخاطر یو نوئ کنفرانس هم بې نتیجې پای ته ورسیدئ. په ژنیو کی د سوريې خاص نماینده سټیفان دې مستورأ خبرورکړ، چي د ملگرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندي مذاکراتو کي د ذیدخلو اړخونو ترمنځ هيڅ نوع بریالیتوب ندئ حاصل سوی. د واکمن بشارلاسد هیئت د یوه مؤقتي مرحلې د رامنځته کیدو دپاره هیڅ ډول تیارئ ښکاره نکړ. خو مخالفینو بیا ددغه ډول یوې پروسې د رامنځته کیدو غوښتنه کوله.
د G20 اخوډبونه: دي میزې د شراچونکو پرضد د سختو اقدامات غوښتنه وکړه
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزې په هامبورگ کي د G20 تر سرمشریزي وروسته دبلقوه شراچونکو پرضد د سختو اقدامات غوښتنه وکړه. ده د فونکه رسنیو ورځپاڼو ته ویلي دي، چي شر اچونکي باید په مختلفو فاصلوکي د پولیسو سره ځانونه درج کړي. د ضرورت په صورت کي باید هغوی ته د پښو قیدونه هم ورواچول سي.
یوروگوای د ماري جوانا مخدره موادو خرڅلاو ته قانوني اجازه ورکوي
یوروگوای په راتلونکې اونئ کي دماري جوانا خرڅلاو ته قانوني اجازه ورکوي. لکه څنگه چي چاوراکو خبر ورکړی، په ټوله دنیا کي دغه یوازنئ تجربه به د راتلونکي چارشنبې څخه تطبیق اوددغو موادو راجستر سوو کسانو ته په دوه ډوله او حداعظمي لس گرامه سره عرضه سي. تراوسه پوري د هغه د ممکنه رانیونکو په حیث۴۷۰۰ کسانو ځانونه راجستر کړي دي. یوگرام ماري جوانا به ۱،۳۰ ډالره بیه ولري ، او تر غیرقانوني خرڅلاو به ارزانه وي.
هاوای: د یوه لوړ تعمیر په اورلگیدنه کي مرگ ژوبله رامنځته سوې ده
په هاوای کي د یوه لوړ تعمیر په اورلگیدنه کي حداقل درې تنه وژل سوي دي. د ژغورنکي عملې په حواله ددغه تعمیر ډیر نور اوسیدونکی د دودانو د زهریاتو څخه مریضان سوي هم دي. د هاوای د هونولولو ددغه ۳۶ منزله تعمیر په ۲۶ منزل کي اور نن د محل پروخت سهار وختي ولگیدئ. ډیرئ نور اوسیدونکي لا ورک دي. یوه میاشت دمخه د لندن د یوه تعمیر په اورلگیدنه کی هم ۸۰ انسانان وژل سوي وه.