مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د سوريې په جنوب لویدیز کي اوربند نافذ سو
دسوريې په جنوب لویدیزه برخه کي نن د محل په وخت ۱۲ بجو اوربند نافذ سو، کوم چی د امريکا دمتحده ايالاتو او روسيې د جمهوررييسانو دونالد ترمپ او ولاد یمیر پوتین ترمنځ ورباندي د G20 د سرمشریزي پروخت موافقه راغلې وه. دغه اوربند به د درعا،کونایتره او د روسي منابعو په حواله د اردن د سرحد سره په السُویده کی هم اعتبار ولري.
عراقي قواوو دداعش مهم مرکز موصول بیرته ونیوئ
عراقي قواوو د اسلامي دولت ډلي پخوانئ اصلي مرکز موصول بیرته نیولی دی. د عراق صدراعظم حیدرال عبادي د موصول نیول پر« په اصطلاح اسلامي دولت، IS ډلي باندي بریالیتوب» اعلان کړ. ددې دمخه دولتي ټلویزون رپوټ ورکړی ؤ،چي ځانگړي قواوي ددجلې د رود ترغاړو پوري رسیدلي دي. د پوځ په حواله دداعش جنگیالیو کوښښ وکړ، چي د رود څخه واوړي، خو دوی یې ۳۰ تنه وژلي دي.
شټاین مایر په هامبورگ کي د G20 د سرمشریزي ددایریدو څخه دفاع وکړه
د جرمني جمهوررييس فرانک والټر شټاین مایر د G20 د سرمشریزي د دایریدو دځای انتخاب هامبورگ څخه د تیرو ورځو کشمکشونو پر رامنځته کیدو سربیره دفاع وکړه.د هامبورگ څخه د لیدو پرمهال شټاین مایروویل، چي یو دموکراتیک هیواد لکه جرمني باید ددې شعور ولري ، چي پردغسو کنفرانسونو باندي اعتماد وکړي. خو ده په عین حال کي په دغه ښار کی د تخریکاریو څخه تعجب ښکاره کړ.
سپیني ماڼۍ شي جین پینگ ته په غلطۍ سره د تایوان د جمهوررييس خطاب کړی دی
سپیني ماڼۍ په یوه خبره پاڼه کي د جمهوررييس دونالد ترمپ او چین د جمهوررييس شي جین پینگ لیدني کتني ته په یوې شرمونکي غلطۍ سره د تایوان د جمهوررييس خطاب کړی دی. په خبره پاڼه کي راغلي دي، چي «ترمپ د چین د جمهوررييس» سره وکتل. دغه اصطلاح معمولأ د تایوان دپاره استعمالیږي ، پداسي حال کي چي چین بیا په رسمي ډول«د چين ولسي جمهوریت »یادیږي. بیکینگ تایوان خپل یو جلأ سوی ولایت بولي.
کینیا تریوه برید وروسته د شپې قیودات وضع کړي دي
کینیا د اسلامي تندلاري ډلي،الشباب تر دوامدارو حملو وروسته د هیواد په یوه برخه کي د شپې پرگرزیدوراگرزیدو باندي بندیز لگولئ دی. د کینیا داخله وزارت په تویتر کي خبرورکړی دی، چي دغه قیودات به د ماښام د شپږنیمو بجو څخه تر سهار شپږنیمو بجو پوري د لامو، گاریسا په منطقو او تانا درود سره اعتبار ولري. تر دغه اعلان څوساعته دمخه لا د الشباب شکمنو جنگیالیو د لوما د منطقې پر دووکلو باندي حمله وکړه.
لوپېز د وینزویلا د حکومت پرضد مبارزې ته دوام ورکوي
د وینزویلا د اپوزیسون رهبر لیوپولدو لوپېزغواړي د حبس څخه تر خلاصیدو وروسته هم د جمهوررييس نیکولاس مادورو د حکومت پرضد خپلي مبارزې ته دوام ورکړي. د اپوزیسون دغه ۴۶ کلن رهبر د تیري سه شنبه په ورځ د صحي دلایلو له کبله د بند څخه ازاد سو.
جاپان: ترسختو بارانو او سیلابو وروسته د قربانیانو تعداد لوړ سوی دی
تر سختو بارانو او سیلابو وروسته په جاپان کي د هغه دقربانیانو تعداد حداقل ۱۸ تنو ته لوړ سوی دی. بارانو او سیلابو ددغه هیواد د جنوب ډیري برخي سختي تخریب کړي دي. د کوشهو په جزیره کی فقط په ۱۲ساعتو کی پر یوه مترمربع ساحه باندي ۵۰ لیټره باران واوریدئ. سړکان، کورونه او تعمیرونه ټوله تراوبو لاندي سول او په زرهاوو نفره مؤقتي سرپناوو ته مجبوره سول.