مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
روسیه غواړي د شوروي د وخت زاړه کورونه ونړوي
د روسيې جمهوررييس ولادیمیر پوتین د شوروي د وخت په زرهاوو کورونو نړولو لانجمن فرمان نافذ کړ. ددې دمخه دغه قانون د پارلمان ددواړو مجلسونو لخوا تصویب سوی ؤ. د نوي قانون پراساس به د سپټمبر څخه د شوروي دوخت زاړه کورونه ونړول او په عوض یې نوي مدرن کورونه جوړ سي. په دې خاطر باید په سلهاوو زره مسکویان نورو منطقو ته انتقال او ځای پر ځای سي. دغه د تقریبأ ۵۶ ملیارډه یورو پروژې سخت احتجاجونه رامنځته کړی وه.
ایټالیا د مهاجرو د ډیر هجوم له کبله د بندرونو په تړلو تهدید کړی دی
د فرانسې، جرمني او ایټالیا د کورنیو چارو وزیران نن په پاریس کي پر روم باندي د مهاجرينو دفشار د راکمیدو پریوه گډ دریځ باندي سلأ مشورې سره کوي. ایټالیې ددې دمخه اروپايي ټولنه پدې باندي تهدید کړې وه، چي په خپلو بندرونو کي به د مهاجرينو ژغورل سوو خارجي کښتیانو ته نور اجازه ورنکړي. په ایټالیاکي د کال د شروع څخه تقریبأ ۷۳۰۰۰ مهاجرین راجستر سوي دي، چي تر پروسږکال دغه وخت ۱۴ فیصده اضافه دي.
په دمشق کي یوه برید لږترلږه ۱۸ انسانان وژلي دي
د سوريې په پایتخت دمشق کي یوه ځانمرگي بریدکونکي ځان هوا ته والوزئ او د ځان سره یې لږترلږه ۱۸ انسانان ووژل. دغه خبره په لندن کي د سوريې دپاره د بشر د حقوقو دڅارني ادارې ورکړی دی. په دغه حمله کي ډیر نورکسان زخمیان سوی هم دي. ویل سوي دي ، چي پولیسو په دغه ښار کي ددوو نورو موټر بمي چاودنو مخنیوی کړی دی.
میرکل: د G20 سرمشریزي هدف دوامداره پرمختگ دی
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل په راتلونکې اونۍ کي د G20 ترسرمشریزي دمخه پرداسي یوڅوقطبي نړۍ باندي ټینگار وکړ،چي ډیر مرکزونه او مختلفي پرمختیايي ستراتیژۍ ولري. دې وویل، چي غربي صنعتي هیوادونه نباید په دې جریان کي د جهان د نورو منطقو دپاره حتمأ پرخپل اقتصادي ماډل باندي ټینگار وکړي او نورو ته یې سرمشق وبولي. ددې په خبره په سرمشریزه کي خبره پرعادي ودي باندي نه، بلکه دوامداري نوي کیدونکي ودي باندي ده.
د اسراييلو پخوانئ صدراعظم اولمرت د بند څخه خلاص سو
په اختلاس او رشوت اخیستلو باندي محاکمه سوئ د اسراييلو پخوانئ صدراعظم ایهود اولمرت د بندیگرت د وخت تر پوره کیدو دمخه د حبس څخه خلاص سوی دی. د ضمانت ورکولو یوې کمیټې دپنجشنبه په ورځ تصمیم ونیوئ، چي د اولمرت د بند یو پردریمه موده وروبخښي. داولمرت کاري دوره داملاکو په قضیه کي د رشوت اخیستلو د رسوایۍ له کبله پای ته ورسیده او ورسره یوځای د منځني ختیځ د سولي پروسه هم په ټپه ودریده.
د امریکا په یوه نایټ کلپ کي ۲۸ تنه ټپیان سوي دي
د امريکا د متحده ايالاتو د ارکانزاس د ایالت د لیټل روک د ښار په یوه نایټ کلپ کي د فیرونو په تبادله کي ۲۸ انسانان ټپیان سوي دي. ددغه عمل اصلي انگیزه معلومه نده، خو پولیسو د یوه ترهگري عمل دلیل کاملأ رد کړی دی. په دغه کلپ کي د رېپ موسیقۍ یوکنسرټ جریان درلودئ، چي د حریفو گروپونو غړو یوپربل باندي فیرونه شروع کړل.
فرانسوئ شرکت ټوټال د ایران سره د گازو قرارداد امضأ کوي
فرانسوئ د تیلو شرکت ټوټال- Total د ایران سره پردغه هیواد باندي د اقتصادي تعزیراتو ترلیري کیدو وروسته د گازو د لوی قرارداد د امضأکیدو په درشل کي دی. لکه څنگه چي د ایران د تیلو وزارت خبر ورکړی دی ، خبره د جنوبي پارس د گازو د لويي ساحې پراستحصال باندي ده. دغه قرارداد به سبا دوشنبه په امضأ ورسیږي.