مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د پرتگال په اورلگیدنه کي ۶۲ انسانان وژل سوي دي
د پرتگال د یوه ځنگله په سخته اورلگیدنه کي د وژل سوو کسانو تعداد ۶۲ تنو ته رسیدلی دی. دا خبر د پرتگال د کورنیو چارو وزارت ورکړی دی. اورلگیدنه پرون شنبه د لایریا د منطقې په مرکز کي رامنځته سوه. ډیرئ کسان په خپلو موټرانو کي هغه وخت مړه سول، کله چي یې اور لار بنده او په اور کي رامحاصره سول.
قطر د خلیج په شخړه کي د جرمني پرملاتړ حساب کوي
قطر د یو تعداد عربي هیوادو سره د شخړي په موضوع کي د جرمني او اروپا پر ډیپلوماتیکي حمایې باندي حساب کوي. په جرمني کي د قطر سفیر سعود بن عبدرالرحمن الثاني، الماني خبري آژانس ته ویلي دي، چي دغه بحران باید د خلیج د هیوادو د همکارۍ په شورأ کي حل وفصل سي. خو هغه په جرمني او اروپا کي ددوستانو قوي پیغام ته هم ضرورت لري، چي ټوله ذیدخل اړخونه د مذاکراتو یوه میز ته راوبولي.
د سعودي عربستان ساحلي ساتونکو د ایران یوکب نیونکئ وژلی دی
دهمدې قطر د بحران په جریان کي د سعودي عربستان ساحلي ساتونکو د ایران د ماهي نیونکو پر یوه کښتۍ باندي فیرونه کړي دي، یو ماهیگیر یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی. دغه واقعه کیدلای سي دایران او سعودي عربستان تر منځ ډیپلوماتیک روابط ډیر خراب کړي. اصلأ د قطر بحران هم د نورو تر څنگ ددغه عربي هیواد سره د ایران د مناسباتو له کبله رامنځته سوی دی.
د فرانسې د پارلماني انتخاباتو دوهمه مرحله شروع سوه
د فرانسې د پارلماني انتخاباتو دوهمه مرحله هم د وخت د تغیر له کبله یوه ورځ دمخه پرون د کاناډا د شرقي ساحل مخته د فرانسې د بحر آرام آخوا سیمو، سانت پېرې او میکولون کي شروع سوي وه او نن په فرانسه کي دوام لري. یوه اونی دمخه د انتخاباتو په اوله مرحله کي د نوي جمهوررييس امانوئیل ماکرو د اتحاد-«له ریپوبلیک ان مارچ» ترکامیابه کیدو وروسته ددې انتظار کیږي، چه هغه به په پارلمان کي هم مطلق اکثریت پلاس راوړي.
عراقي پوځ د موصول په زاړه ښار کي دداعش پرضد عملیات شروع کړل
عراقي پوځ د موصول په زاړه ښار کي عملیات شروع کړل، کوم چي د اسلامی دولت-ISډلي پلاس کي دی. د پوځ یوه قومندان وویل، چي په دغو عملیاتو کي د اردو تر څنگ ایالتي پولیس او شیعه ملیشې هم برخه اخلي. دزاړه ښار نیول دهغه د تنگو کوڅو او ملکي خلگو د محاصرې له کبله ډیر سخت دی، خو د هغه نیول د حکومت دپاره حیاتي ارزښت لري.
جاپان: د دوو کښتیو په ټکر کي اوه امریکايي عسکر وژل سوي دي
د جاپان د ساحل مخته د یوې امریکايي جنگي کښتۍ او یوې تجارتي کښتۍ تر منځ د ټکر له کبله د وژل سوو کسانو مړي راایستل سوي دي. امریکايي بحري قواوو خبر ورکړ،چه هغوی د جنگي کښتۍ دډوبي سوي برخي د ساحې څخه د غوټه وهونکو لخوا راایستل سوي دي، خو بیله دې چي مشخص تعداد وښيي. مگرد جاپاني رسنیو په حواله بیا دټولو ۷ ورک سوو امریکايي عسکرو جسدونه راایستل سوي دي.
ددفاع وزیره: المانئ پوځ به د انچرلیک څخه تر اکتوبر پوري ووزي
د جرمني ددفاع وزیري اورزولا فون دیر لاین د ترکیې د انچرلیک د اډې څخه اردن ته د الماني پوځ د هوايی قواوو د انتقال په هکله یو پلان وړاندي کړی دی. دې المانۍ ورځپاڼي «بیلډ ام زونټاگ» ته ویلي دي ، چه دغه انتقال به درې میاشتي په بر کي ونیسي او تر اکتوبر پوري به دوام وکړي.