مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ددفاع وزیره:المانئ پوځ به کلونه نور هم په افغانستان کي پاته سي
د جرمني ددفاع د وزیري اورزولا فون دیرلاین د معلوماتو پراساس به المانئ پوځ نور ډیرکلونه هم په افغانستان کي پاته سي. دې د فونکه په نامه رسنیو ته ویلي دي، چي امکان لري، دغه مدت تر شل کاله هم اضافه وي. المانئ پوځ په افغانستان کي د ناټو د ماموریت په چوکاټ کي د ۱۵ کلونو راهیسي فعالیت کوي. فون دیرلاین اضافه کړي دي، چي بين المللي ټولنه باید دې ته اجازه ورنکړي، چي ترهگران پر افغانستان باندي برلاسي سي.
میرکل د برېکزیټ د مذاکراتو د ژرترژره شروع کیدو انتظار کوي
په بریتانیا کي تر تعجب آروه انتخاباتي نتایجو وروسته د جرمني صدراعظمه د برېکزیټ د مذاکراتو پر ژرترژره شروع کیدو باندي حساب کوي. میرکل د مکسیکو څخه د خپلي لیدني کتني پرمهال وویل ، چي د اروپايي ټولني څخه د بریتانیا د وتلو خبري به د پلان سره سم «په راتلونکو ورځو کي» شروع سي. په پارلماني انتخاباتو کي د حکومتي حزب تر خرابو نتایجو وروسته د بریکزیټ د مذاکراتو د شروع کیدو پروخت باندي شک راپیدا سوی ؤ.
میرکل په مکسیکو کي د ازاد تجارت د تړون هیله وکړه
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د مکسیکو څخه د خپلي لیدني کتني پرمهال د ازاد تجارت د تړون درامنځته کیدو هیله وکړه. دې د جمهوررييس اِنریکو پینا نیتو څخه « ازاد تجارت ته د هغه د ښکاره وفادارۍ له کبله» مننه وکړه. میرکل ددې څخه هم خبره وکړه، چي د مکسیکو او اروپايي ټولني ترمنځ نوی تړون به ژر تصویب او ورسره سیاسي همکاري به هم تقویه سي.
د فرانسې په ځینو برخو کي پارلماني انتخابات شروع سول
د وخت د تغیر له کبله یوه ورځ دمخه د کاناډا د شرقي ساحل مخته د فرانسې د بحر آرام آخوا سیمو، سانت پېرې او میکولون کي پارلماني انتخابات شروع سول. دغه انتخابات یوه ورځ دمخه نن شنبه د کارابیک په فرانسوي جزیرو کي هم شروع سول. د فرانسې د پارلماني انتخاباتو وروسته به دا معلومه سي، چي ایا نوی جمهوررييس امانوئیل مَکرون به د خپلو اصلاحاتو پخاطر په پارلمان کي هم اکثریت پلاس راوړي.
د لندن ترهگرانو غوښتل د یوې لارۍ پواسطه حمله وکړي
په لندن کي تقریبأ یوه اونئ دمخه ترهگري حمله د پلټونکو په حواله اصلأ باید د یوې لويي لارۍ پواسطه ترسره سوې وای. د انگلستان استخباراتي ادارې، سکاټ لنډ یارډ رپوټ وکړی دی، چي په انټرنیټ کي د ۷،۵ ټنه لارۍ د کرایه کولو په کوښښ کي د پیسو ورکولو پر سرجنجال رامنځته سوی ؤ. د هغه په عوض بیا دوی د موبایل پواسطه کوچنئ میني بس کرایه کړئ ؤ، چي ورباندي یې وروسته د لندن پرمشهوره پله«برج» باندي درې لارویان ووژل.
جرمني غواړي د کلفورنیا سره د اقلیم ساتني په برخه کي نژدې همکاري وکړي
د ترمپ لخوا د پاریس د اقليم ساتني د تړون څخه د امريکاد متحده ايالاتو د وتلو تراعلان وروسته جرمني او د امريکا د کلفورنیا ایالت غواړي د اقلیم ساتني په برخه کي نژدې گډه همکاري سره وکړي. پردې خبره باندي د جرمني د اقلیم ساتني وزیره باربرا هیندریک او د کلفورنیا گورنر جېري براون په سان فرانسیسکو کي موافقه وکړه. یوازي د کلفورنیاایالت د جهان شپږم اقتصادي طاقت دی او د اقلیم ساتني په برخه کي هم ډیر مخکښه دی.
رپوټ: المانئ پوځ د جنگي هلیکوپترونو لږ پیلوټان لري
د الماني پوځ د جنگي هلیکوپترو«ټایگر» د پیلوټانو مشکل تر هغه ډیر لوی دی، لکه څنگه چي یې تر اوسه پوري گمان کیدی. المانۍ مجلې«شپیگل» رپوت ورکړی دی، چي په اوس وخت کي فقط ۱۸ پیلوټانو هغه شرایط پوره کړي دي ،کوم چي په عملیاتي سیمو کي لازم دي. دا ددغو هلیکوپترو د عملیاتو امنیت د خطر سره مخامخ کوي. د ټایگر هلیکوپترو دپاره مجموعأ ۱۲۳ پیلوټان پکار دي ، چي هغوی وکارولای سي.