مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
مې: بریدکونکو په خپلو چاودونکو کمربندونو سره وارخطايي رامنځته کوله
په برتانیه کي تازه درې حملې د صدراعظمي تیریسا مې په نظر یودبل سره مستقیم ارتباط نلري. دې د کابینې دیوې اضطراري جلسې تر دایریدو وروسته وویل، چي په لندن کي تر ترهگرې حملې وروسته دډیرو ټپیانو روغتیايی حالت خراب دی. تقریبأ ۵۰ زخمیان په اوس وخت کي د لندن په روغتونو کي تر معالجې لاندي دي. درو ترهگرانو پرون ماښام د لندن پر مشهوره پل «برج» او بورو مارکيټ کي حداقل اوه کسان وژلي هم دي.
د لندن دترهگرې حملو په مقابل کي سخت نړیوال عکس العملونه
په ټوله نړئ کي د لندن ترهگري حملې سختي غندل سوي دي. د المان جمهوررييس شټاین مایر ویلي دي ،چي د لندن بې رحمه مجرمین د نفرت وړ دي. صدراعظمي انګيلا ميرکل ډاډ ورکړ، چي جرمني د هرډول تروریزم سره د مبارزې په لار کی په قاطعیت سره د بریتانیې تر څنگ ولاړ دی. د اروپايي ټولني د کمیسارۍ رییس یونکر وویل، چي زموږ دعاوي د قربانیانو او د هغوی د کورنیو سره دي او هیریږي مو نه.
گابریل د طالبانو سره د سولي د خبرو غوښتنه وکړه
د جرمني خارجه وزیر زیگمار گابریل په افغانستان کي تر سختو حملو او چاودونو وروسته د طالبانو سره د سولي د خبرو دکیدو غوښتنه وکړه. هغه «بلیډ ام زونټاگ»المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي،چي« سوله سړئ ددوستانو سره نه کوي، بلکه ددښمنانو سره یې کوي.» په همدې منظور د سولي د یوه تړون پخاطر باید د طالبانو سره هم معامله او خبري وسي. خو گابریل په عین حال کي د جرمني پرمسؤلیتونو او کومکونو باندي هم ټینگار وکړ.
گابریل د ترکیې د انچرلیک څخه د لیدلو د حق غوښتنه وکړه
خارجه وزیر زیگمار گابریل ترکیې ته ددوشنبه ورځي تر پلان سوي سفر دمخه په انچرلیک کي د جرمني د هوايی نظامي اډې څخه د پارلمان د وکیلانو دپاره بیله قید وشرطه د لیدلو د حق غوښتنه وکړه. گابریل «بلیډ ام زونټاگ»المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي،چي ترکیه باید بیله کوم شک او تردید څخه هلته د لیدلو حق تضمین کړي. که د ترکیې حکومت خپل نظر ته تغیر ورنکړي، باید موږ په انچرلیک کي دخپلو قواوو استقرار ته خاتمه ورکړو.
دفټبال مسابقې د ښکاره کولو پروخت په وارخطايي کي ۱۴۰۰ کسان ټپیان سوي
د ايټالیا د تورین په یوه میدان کي د ریال مادرید او یووینتوس دفټبال دمسابقې د ښکاره کولو پروخت په سخته وارخطايي کي د رسنیو په حواله د زخمي سوو کسانو تعداد۱۴۰۰ ته لوړ سوی دی. خبري آژانسونو رپوټ ورکړی دی،چی د هغوی اکثریت اوس بیرته د روغتونو څخه خارج سوي دي. په دغه میداني کي پرون ماښام د مسابقې پر وخت سخته وارخطايي رامنځته سوه، چي کیدای سي یو ټک سوی وي او کوم مؤقتي دیوال راچپه سوی وي.
څارنوالۍ د برازیل د پخواني جمهوررييس د بندي کیدو غوښتنه کړې ده
په برازیل کي د اختلاس په تور تحقیقاتو په جریان کی ددغه هیواد لويي څارنوالۍ د پخواني جمهوررييس لوییس لولا دپاره د بندجزأ غوښتې ده. خبري آژانس اگېنسیا برازیل مسؤل قاضي ته دڅارنوال د غوښتل سوي بندسزأ د خط په حواله رپوټ ورکړی دی، چي پخواني جمهوررييس او ۶ نور شکمن کسان بایدد رشوت اخیستلو او پیسو سپینولو د قضیې له کبله محاکمه سي.
د امریکا د ملگرو ملتو سفیره: ترمپ پر اقليمي تغیر باندي «باور»لري
په ملگرو ملتو کي د امريکا دمتحده ايالاتو سفیره نیکي هېلي د CNN سره په یوه مرکه کی ویلي دي، چي جمهوررييس دونالد ترمپ په دې عقیده دی ، اقلیم تغیر خوري. ددې په خبره خو ترمپ داسي گمان کوي ، چي مضره گازونه په دې تغیر کي ډیر مهم رول بازي کوي او دی پوهیږي ، چی امريکا به د اقلیم سره مسؤلانه چلند وکړي. یوه ورځ دمخه لا هیچا په حکومت کي نسوای ویلای، چي ایا ترمپ اقلیمي تغیرات عملي او حقیقي بولي.