مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
پرله پسې چاودنو کابل سره ولړزاوه
د یوه ژل سوي مظاهره چي د ښخولو پروخت په کابل کي درې مسلسلي چاودني سوي دي. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي ، چي په دغو چاودنو کي لږترلږه ۲۰ کسان وژل سوي دي. چاودني د محمد سالم ایزیدیار د جنازې د مراسمو پروخت رامنځته سوې، کوم چي پرون جمعه په کابل کي د مظاهرې پروخت وژل سوی ؤ. دغه مظاهره د چهارشنبې په ورځ د کابل په وزیراکبرخان کي د سختی حملې پرضدتر سره کیدله، چي ډیره مرگه ژوبله یې رامنځته کړې وه.
ماتیاز د جنوبي چین په بحیره کي د پیکینگ اعمال وغندل
د امريکاد متحده ايالاتو ددفاع وزیر جیم ماتیاز د جنوبي چین د بحیرې د ارضي تمامیت په شخړه کي د چین پر سیاست باندي سخت انتقاد کړی دی. ماتیاز په سنگاپور کي د یوه امنیتي کنفرانس پرمهال وویل، چي په آزادو اوبو کي د جزیرو نظامي کول د منطقې ثبات ته خطر پيښوي. هغه پر پیکینگ باندي تور ولگوی، چي بين المللي قوانین نه مراعتوي او د نورو هیوادو د علاقه مندیو پرخلاف عمل کوي.
د سوریې د سولي خبري په استانه کي بیرته شروع کیږي
د سوریې د سولي خبري به د جون په نیمايی کي د قزاقستان په پایتخت استانه کي بیرته شروع سي. په مسکو کي د سوریې سفیر ریاض حداد خبري آژانس RIA ته وویل ، چي موږ ته یوه دعوت نامه رسیدلې ده، چي د استانې دسولي په خبرو کي د جون د ۱۲ څخه تر ۱۳ پوري برخه واخلو. د سوریې په دننه کي دیاغیانو دوو گروپونو ویلي دي ، چي دوی ته تر اوسه پوري کومه دعوت نامه نده رسیدلې.
گابریل د منسک د تړون په عملي کیدلو کي د پرمختگ غوښتنه وکړه
د جرمني خارجه وزیر زیگمار گابریل د سانت پیترسبورگ څخه د یوې لیدني کتني پرمهال د اوکراین په بحران کي د منسک د تړون په عملي کیدلو کي د پرمختگ غوښتنه کړې ده. گابریل وویل، چي دغه ډول پرمختگونه ضروري دي، چي وروسته سړی وکولای سي گام په گام بندیزونه او تعزیرات هم لیري کړي. گابریل ترټولو عاجل په شرقي اوکراین کي د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو او اوکرایني پوځ ترمنځ د «اوربند د عملي »کیدلو غوښتنه وکړه.
د مراکش د الحسیمه په ښار کي کشمکشونه رامنځته سوي دي
د مراکش د الحسیمه په ښار کي د ځوانو مظاهره کونکو او پولیسو ترمنځ اخوډبونه رامنځته سوي دي. کله چي مظاهره کونکو ددغه ښار په یوه ناحیه کي پر پولیسو باندي ډبري واورولې ،هغوی ورباندي اوبه وپاشلې او په لارو کي جوړو سوو موانعو ته یې ورمخته سول. د ښار د بربر قوم په غریبه ناحیه الریف کي یوه احتجاجي غورځنگ د یوه درې ورځني اعتصاب اعلان کړی ؤ. خلگ هلته د کارځایونود پیدا کولو او اداري فساد د ختمولو غوښتنه کوي.
په چیلي کي د دیکتاتورۍ د وخت په لسهاوو جاسوسان محاکمه سول
یوې محکمې په چیلي کي د دیکتاتور اوگوستو پینوچیت د وخت ۱۰۶ استخباراتي کسان د اوږده بند په جزأ باندي محکوم کړه، چي د مخالفینو په تښتولو کي یې لاس درلودئ. محکوم سوي کسان به ددرو څخه تر ۲۰ کلونو پوري په حبس کي تیر کړي. دوی دیوه چپي گروپ د ۱۶ کسانو د تښتولو او نظامي جنایتونو کي د لاس درلودلو په تور محکوم سول.
بایرن:کوچنیان دي هم د شک په صورت کي تر تعقیب لاندي راسي
د جرمني دبایرن د ایالت دداخله وزیر یوآخیم هِرمن په نظر باید په راتلونکي کي دا ممکنه سي، چي کوچنیان هم دداخلي استخباراتو تر تعقیب لاندي راسي. د جرمني د سوسیال مسیحیانو د حزب دغه سیاستمداره د فونکه په نامه رسنیو گروپ ته ویلي دي، چي د سن سرحدبندي باید په ټوله جرمني کي د منځه ولاړه سي. دی دلیل راوړي، چی کم سنه کسانو اوس هم سخت جنایتونه تر سره کړي دي او ځکه نو دولت باید جدي معامله وکړي.