مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د شرقي بيت المقدس د اشغال ۵۰ کاله پوره سول
د اسراييلو حکومت د شرقي بيت المقدس د اشغال ۵۰ کلنۍ د کابینې دیوې فوق العادې جلسې په دایرولو سره ولمانځله. صدراعظم بنيامين نيتانياهو اعلان وکړ، چي غواړي ښار نور هم تقویه او ټینگ کړي. فلسطينیان غواړي په عربي شرقي بيت المقدس کي، چي د اسراييلو لخوا په ۱۹۶۷ م کال کي ونیول او وروسته الحاق سو، خپل دراتلونکي مستقل دولت پایتخت جوړ کړي. خو اسراييل بیا ددې برعکس غواړي ټوله ښار خپل دایمي پایتخت وگرزوي.
جرمني: د اقلیم ساتني په هکله دامریکا دتحریمي دريځ څخه خواشیني
د جرمني د اقلیم ساتني وزیري باربرا هېندریکس په ايټالیاکي د G7 دسرمشریزي پر مهال د اقلیم ساتني په موضوع کي د امريکاد متحده ايالاتو د جمهوررييس دونالد ترمپ د تحریمي دريځ څخه تأسف ښکاره کړی دی. دې المانۍ ورځپاڼي «ویلټ ام زونټاگ» ته ویلي دي، چي د G7 هيوادو د جملې څخه یې شپږو په ښکاره ډول د پاریس د اقلیمي تړوون په طرفدارئ خبري کړي دي او یوازي ورسره امریکا مخالفت کړی دی.
پولیسو د مانچستر د ترهگري حملې د عامل عکسونه خپاره کړی دي
د انگلستان پولیسو داسي عکسونه نشر کړي دي، چي د مانچستر د پيښي ځانمرگئ برید کونکئ د عمل د اجرأ کولو لږ دمخه ښيي. لکه څنگه چي پلټونکو اعلان کړی دی، د برتانوي سلمان عبدل دغه عکسونه د امنیتي کنټرولیدونکو کمرو لخوا اخیستل سوي دي. ددوشنبه په ماښام هغه په مانچسترکي د یوه کنسرټ تر خلاصیدو وروسته ځان هوا ته والوزوی او ورسره یې ۲۲ تنه نور هم ووژل.
تر سختو بارانو وروسته سریلانکا د کومکونو غوښتنه کړې ده
تر سختو بارانو او سیلابو وروسته د سریلانکا حکومت د بين المللي ټولني څخه د کومکو غوښتنه کړې ده. په دغه هیواد کي د تیرو ورځو بارانو او وروسته سیلابو او خټو حداقل ۱۲۶ انسانان ووژل او تقریبأ نیم ملیون انسانان یې بې کوره کړل. تر سلو تنو اضافه نور ورک هم دي. د سریلانکا په ځینو برخوکي د اضطراري حالت د کمیټې په حواله په ۲۴ ساعتونو کي دونه بارانونه سوي دي ، لکه په متوسط ډول یوه کال کي.
عراق: یوه ځانمرگي برید ډیرکسان وژلي او ټپیان کړي دي
د بغدادپه شمال کي د یوه ځانمرگي برید په نتیجه کي ۹کسان وژل سوي دي. لکه څنگه چي د روغتون کارکونکو رپوټ ورکړی دی ، د ښار دبعقوبه په ناحیه کي په دغه حمله کي ۱۲ نور کسان ټپیان سوي هم دي. دغه ډول حملې په عراق کي په تیرو میاشتو کي هم تر سره سوي دی، چي اکثرأ یې داعش مسؤلیت پرغاړه اخیستئ دی.
فلیپین: دمخالفو جبهو ترمنځ ملکي کسان محاصره سوي دي
د فلیپین د جنوب د ماراوي په ښار کي د پوځ او اسلامي تندلارو ترمنځ ترورځو ورځو جنگونو وروسته په دغه ښار کي په زرهاو ملکي خلگ محاصره سوي دي. چارواکو خبر ورکړی دی ، چي ددغه دوه لکه نفره ښار ډیرئ اوسیدونکي وختي لا وتلي دي. اسلامي تندلاري ، چي د اسلامي دولت،IS ډلي ته یې خپله وفاداري اعلان کړې ده، د پوځ او پولیسو سره د تیري سه شنبه راهیسي په نښتو کي دي.
په زرهاوو هسپانویانو د کار د ښو شرایطو پخاطر مظاهرې وکړې
په مادریدکي په زرهاوو انسانانو د هسپانیې د محافظه کاره حکومت د اقتصادي او اجتماعي سیاست پر ضد احتجاجونه وکړل. د «احترام اوکرامت د مارشونو» په نامه دغو مظاهرو گډون کونکو همدارانگه د کار دښو شرایطو،مناسبو معاشونو او د کورو د جبري تخلیه کولو پرضد هم مظاهرې وکړې، چي نور یې د خراب اقتصادي وضعیت له کبله کرایې نسي ورکولای. په دغه هیواد کي د بیکارۍ سطح ۱۹ فیصده ده.
د ترکیې هوايی قواوو د عراق په شمال کي د PKK جنگیالي وژلي دي
دترکیې هوايی قواوو د خپلو معلوماتو پراساس د عراق په شمال کي د کردي منع سوي سازمان پي کې کې ۱۳ جنگیالیو د وژلو خبر ورکړی دی. پوځ په انقره کي خبر ورکړ، چي د PKK جنگیالیو احتمالأ یوه حمله پلان کړې وه. همداپرون شنبه هم په یوه بله هوايی حمله کي د ترکیې په جنوب لویدیز کي د PKK جنگیالي وژل سوي وه.