مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
میرکل د G7 سرمشریزي څخه راضي نده
د ايټالیا په سیسلیا کي د G7 سرمشریزه په شخړي سره پای ته ورسیده. د امريکاد متحده ايالاتو جمهوررييس دونالد ترمپ د ډیپلوماټانو په حواله نه غوښتل د پاریس د اقلیم ساتني تړون په رسمیت وپيژني. خو ده پخپله اوس په تویتر کي لیکلي دي، چي په راتلونکې اوونئ کي به تصمیم ونیسي، چي آیا دده هیواد ددغي موافقې څخه خارجیږي او کنه. د جرمني صدراعظمي انگیلا میرکل بیا ددغي سرمشریزي څخه خپله نارضایتي ښکاره کړې ده.
پرقبطي عیسویانو ترحملې وروسته مصر په لیبیا کي بمبارئ کړي دي
د مصر پر قبطي عیسویانو باندي تر خونړۍ حملې وروسته دمصر هوايي قواوو په لیبیا کي شکمن ترهگري مرکزونه بمباري کړي دي. د مصر جمهوررييس عبدل فتاح السیسي تاکید کړی دی، چي دده حکومت به هرچیري چي وي ، ترهگري روزنیز مرکزونه بمبارد کړي. که هغه د مصر په داخل او یاهم خارج کي وي. په هغه ترهگري حمله کي چي د جمعې په ورځ د مصر پر قبطي عیسویانو باندي تر سره سوه، حداقل ۲۸ نفره ووژل او ۲۳ نور زخمیان سول.
افغانستان: په بمي چاودنو کي ۲۰ تنه وژل سوي دي
په افغانستان کي په دوو بمي چاودنو کي حداقل ۲۰ تنه وژل سوي او ۱۴ نور زخمیان سوي دي. افغاني چارواکو رپوټ ورکړی دی، چي د قربانیانو تعداد کیدلای سي نور هم لوړ سي. لس تنه ووژل او اته نور هغه وخت زخمیان سول، کله چي نن شنبه د روژې د مبارکي میاشتي په اوله ورځ په خوست کي یوه موټر بمي چاودنه وسوه. ۷ تنه نور بیا په هرات کي د سړک د غاړي په مین کي ووژل سول.
د فلیپین پوځ د اسلامي تندلارو پرضد هوايي بمبارۍ کوي
د فلیپین د جنوب د ماراوي په ښار کي تر ورځو ورځو جنگونو وروسته د فلیپین پوځ اوس د اسلامي تندلارو پرضد هوايي بمبارۍ کوي. د پوځ یوه ویاند ویلي دي، چي د اسلامي تندلارو د پټنځایونو تر پیدا کیدو وروسته اوس پوځ پرهغوی باندي هوايي بمبارۍ کوي او غواړي له منځه یې یوسي. په دغه دوه لکه نفره ښار کي د اسلامي دولت ډلي یوه ښاخله د پوځ او پولیسو سره د تیري سه شنبه راهیسي په نښتو کي ده.
جرمني اردوغان ته د اِنچرلیک په شخړه کي دوې اوونئ وخت ورکړی دی
د ترکیې د اِنچرلیک د هوايی اډې څخه د پارلمان د وکیلانو د لیدني کتني په شخړه کي د جرمني حکومت د رسنیو په حواله انقرې ته یو معین مهلت ورکړی دی: «شپيگل انلاین» رپوټ ورکړی دی،چي جرمني د ترکیې حکومت ته دوې اوونئ وخت ورکړی دی او د غوښتنو د نه عملي کیدلو په صورت کي غواړي د ترکیې ددغي اډې څخه المانۍ تورنادو طیارې وباسي. لږ وخت دمخه انقرې دغي اډې ته د جرمني د پارلمان د وکیلانو یو هییت نه ؤ ورپرې ایښئ.
ترکیه:د حکومت منتقدي ورځپاڼي ژورنالسټان بندیان سوي دي
په ترکیه کي د حکومت منتقدي ورځپاڼي«سوچو» دوه ژورنالسټان بندیان سوي دي. د ورځپاڼي د انټرنیټ د چلونکې پر مسؤل مدیهه اولگون او خبریال باقیر گویکمین باندي په امریکا کي د ترکي روحاني فتح الله گویلن د غورځنگ سره د ارتباطاتو شک کیږي. خو سوچو ورځپاڼي ته د یوه سیکولر او گویلن د یوه منتقد او ردَونکي په سترگه کتل کیږي. د ترکیې لوی اپوزیسوني حزب CHP د ورځپاڼي پرضد دغه عمل کلک غندلی دی.
سلهاوو فلسطینیانو د اسرايیلو په محبسوکي غذايي اعتصاب پای ته رسولئ
تر تقریبأ شپږو اوونیو وروسته په سلهاوو فلسطینیانو د اسرايیلو په محبسونو کي غذايي اعتصاب پای ته ورسوئ. دغه اعتراضي اعتصاب د اسرايیلي چارواکو سره تریوې موافقې وروسته پای ته ورسیدئ. بندیانو په محبسو کي تلیفون ته د لاس رسي او ښو طبي خدماتو غوښتنه کوله. ددوی سره د همبستگۍ پخاطر څو ورځي دمخه په لویدیز اردن کي مظاهرې تر سره سوې، چي د اسراييلي عسکرو سره په نښتو کي ډیر فلسطینیان زخمیان سوي هم وه.