مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
جرمني: یوه المانۍ په کابل کي وژل سوې ده
د جرمني خارجه وزارت په برلین کي تايید کړې ده، چي په کابل کي وژل سوې خارجۍ یوه المانۍ ده. خو د وزارت یوې ویاندې د هغې د وژلو په باب نور جزییات ورنه کړل. مسلحو کسانو پرون شپه په کابل کي د یوه سویډني خیریه سازمان پر میلمستون باندي حمله وکړه او یو پیره دار یې هم ورسره ووژۍ. یوه فنلنډۍ یې د ځانه سره وتښتوله. په هلسنگي کي خارجه وزات دغه خبر تايید کړی دی.
ترمپ پر عربو باندي د افراطیت پرضد د گډي مبارزې ږغ وکړ
د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس دونالد ترمپ د عربي نړۍ څخه د اسلامي افراطیت پرضد د گډی مبارزې غوښتنه وکړه. په هغه اعلامیه کی چي سپیني ماڼئ همدانن نشر کړې ده،راغلې دي ،دا د مختلفو ادیانو تر منځ جنگ نه، بلکه د ښه او بد ترمنځ جنگ دی. ترمپ غواړي نن ماپښین په ریاض کي داسلامي نړئ د تر ۵۰ هیوادو اضافه دولتي او حکومتي مشرانو په مخکي یوه بیانیه ورکړي اود اسلام په باب خپل تصور بیان کړي .
شمالي کوریا بیا د منځنۍ فاصلې یو راکټ امتحان کړی دی
شمالي کوریا بیا د امريکا دمتحده ايالاتو دمعلوماتو پراساس د منځنۍ فاصلې یو راکټ امتحان کړی دی. دغه خبر د امریکا حکومت د سعودي عربستان څخه د جمهوررييس دونالد ترمپ د لیدني کتني پرمهال ورکړی دی. د جنوبي کوریاد خبري آژانس-یون هېپ په حواله دغه راکټ ۵۰۰ کیلومتره فاصله طی کړی ده. شمالي کوریا همدا یوه اونی دمخه هم یو راکټ امتحان کړی ؤ ،چي په ټوله جهان کي دسختو احتجاجو سبب سوی ؤ.
د CIA جاسوسان په چین کي وژل سوي دي
د امریکايي ورځپاڼي نیویارک ټایمز په حواله د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ م کلونو تر منځ په چین کي د امريکاد متحده ايالاتو د استخباراتي سازمان سي آی یې ۲۰ سرچینې افشأ سوي دي ، چي ځیني یې نیول سوي او نور یې وژل سوي دي. ورځپاڼي خپل دغه معلومات د امریکا د حکومت د اوسنیو او هم پخوانیو مامورینو په حواله ورکړي دي. د جاسوسانو ددغي شبکې له منځه وړل د چین په ولسي جمهوریت کي د CIA د فعالیتونو دپاره یوه سخته ضربه ده.
سویس د نوي کیدونکي انرژۍ څخه د استفادې فیصله وکړه
په سویس کي د یوه ریفرانډم د لاری خلگو د انرژۍ د سیاست د تغیریدو فیصله وکړه. درایود لمړنیو نتایجو پراساس تقریبأ ۵۸ فیصدو رایه ورکونکو حکومتي طرحه منلې ده. پدې ډول سره به نو د انرژۍ د نوي قانون پراساس تر ۲۰۵۰ م کال پوري په کراره کراره سره اوسنئ د ډبرو د سکرو او تیلو انرژي په نوي کیدونکي انرژي باندي تبدیله سي. موجوده د اټومي انرژۍ پنځه دستگاوي به تر هغه وخته پوري پاته وي ، چي د هغوی امنیت تضمین وي.
اردن جرمني ته د خپلي هوايي قطعې دممکنه ورانتقالیدو وعده ورکړه
د اردن پاچا عبدالله خپل هیواد ته د ترکیې د اِنچرلیک څخه د جرمني د هوايي قطعې دممکنه ورانتقالیدو وعده ورکړه. دغه خبره د جرمني ددفاع وزیري اورزولا فون دیر لاین «بیلډ ام زونټاگ» المانۍ ورځپاڼي ته کړې ده. دې د شنبه په ورځ د پاچا عبدالله سره په دې ارتباط خبری کړي دي. یوه ورځ دمخه د جمعې په ورځ یې د موفق سالتي د نظامي هوايي اډې څخه لیدنه هم کړې وه.
ترکي پولیسو دداعش دوه شکن کسان ویشتلي دي
ترکي پولیسو داسلامي دولت،IS ډلي دوه شکن نارینه ویشتلي دي، چی ویل کیږی په انقره کي یې یوې حملې ته امادگي نیوله. ددغي منطقې گورنر ایرکان توپاشا ویلي دی ، چي دغه کسان د پولیسو سره د فیرونو په تبادله کي وژل سوي دي. ویل کیږی په استانبول کي یوه نیول سوي شکمن کس په انقره کی د حملې د پلان په باب معلومات ورکړي وه.