مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د نوروغټو سایبري حملو څخه بیره
په ټوله جهان کي پرونۍ سایبري حملو د ایروپول په حواله په ۱۵۰ هیوادو کي حداقل ۲۰۰۰۰۰ کمپیوټرونه د کار اچولي دي. د اروپا ددغه امنیتي ارگان رییس روب راین رایټ بریتانوي ټلویزوني چینل- ITV ته ویلي دي، چي په ټوله دنیا کي ددغو سایبري حملو حجم سابقه نه درلوده. ده په عین حال کي سبا دوشنبه په اروپا کي دکار د شروع کیدو په اوله ورځ د نورو سایبري حملو د سرته رسولو خبردارئ هم ورکړ.
د فرانسې نوي جمهوررييس په کار باندي شروع وکړه
د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر گټلو یوه اوونئ وروسته د فرانسې نوي جمهوررييس مانوئیل ماکرو په کار باندي شروع وکړه. د پاریس د ایلیزې په ماڼئ کي د وظیفې اشغالولو د بیانیې پرمهال ماکرو وعده ورکړه ، چي فرانسه به بیرته په یوه محترمانه او رهبري کونکي رول کي په نړی کي رهبري کړي. ده په عین حال کي دخپل ولس څخه د پلان سوو سختو سیاسي او اجتماعي اصلاحاتو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
چین غواړي د «وریښمو د نوي لاري» په جوړولو سره تجارت ته وده ورکړي
چین غواړي د «وریښمو د پخوانۍ لاري» په نوي کولو اوجوړولو سره اقتصاد او تجارت ته رونق ورکړي. په پیکینگ کي ددغه دوه ورځني بين المللي کنفرانس د دایرولو په مناسبت بیانیه کي د چین جمهوررييس شي جینگ پینگ ددغي ډیري غټي پروژې د تمویل پخاطر د تقریبأ ۱۱۳ ملیارډو یورو د ورکولو وعده ورکړه. چین غواړي ددغي پروژې په چوکاټ کي تر اروپا،اسیا او افریقا پوري مهمي تجارتي لاري جوړي کړي.
شمالي کوریا یو بل راکټ امتحان کړی دی
د شمالي کوریا لخوا د یوه نوي راکټ تر امتحانولو وروسته د امريکا متحده ايالات غواړي ددغه هیواد پررهبرۍ باندي فشارډیر کړي. د امريکا حکومت پر پیونگ یانگ باندي د تحریکاتو تور لگولی دی او په نورو سختو اقتصادي بندیزو باندي یې تهدید کړی دی. جنوبي کوریا او جاپان دغه کوښښ غندلی دی او هغه یې د ملگرو ملتو د پریکړه لیکونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. دا په سږعیسوي کال د شمالي کوریا اومه راکټي ازموینه وه.
د جرمني د نورد راین ویستفالن په ایالت کي انتخابات
د جرمني د نورد راین ویستفالن په ایالت کي نن یکشنبه انتخابات جریان لري او یو نوی ایالتي پارلمان به پکښي انتخاب سي. په دغه د تر ټولو پرنفوسه ایالت کي د تقریبأ ۱۳ ملیونو مستحقو کسانو څخه غوښتل سوي دي ، چي په انتخاباتو کي برخه واخلي او خپلی رايي ورکړي. هغه ته په سپټمبر کي د جرمني تر پارلماني انتخاباتو دمخه د وروستیو مهمو انتخاباتو په سترگه کتل کیږي.
د امريکا د فدرالي پولیسو رییس احتمالأ راتلونکې اوونی تعینیږي
د امريکا د فدرالي پولیسو- FBI درییس جیمس کومي تر شخړه ایز برطرفه کیدو وروسته ، جمهوررييس دونالد ترمپ غواړي د هغه د ځای ناستي په هکله ژر تصمیم ونیسي. ترمپ د جمهوررييس په طیاره -اېر فورس ون کي د ژورنالسټانو په مخکي وویل ، چي احتمالأ به د راتلونکي جمعې په ورځ، یعني د خپل لمړني خارجي سفر دمخه هغه تعین کړي.
په ایران کي زلزلې مرگ ژوبله رامنځته کړې ده
د ایران په شمال شرق کي د یوې زلزلې په نتیجه کي حداقل درې انسانان وژل سوي او تر ۳۷۰ اضافه ټپيان سوي دي. لکه څنگه چي رسنیو د زلزلې سنجولو د ملي مرکز په حواله رپوټ ورکړی دی، دغه زلزله د سانتي گراد په ۵،۷ درجې د ترکمنستان سره په سرحدکي رامنځته سوې ده.